تازه خبرونه

برید کوونکي تاجکستانیان ول او د داعش بیرغ ورسره و

Published

on

(Last Updated On: ليندۍ ۱۹, ۱۴۰۱)

د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار ويلي؛ د لومړنیو څېړنو له مخې د حزب اسلامي پر مرکزي دفتر د برید عاملین د تاجکستان وګړي وه، چې ترې د داعش بیرغونه هم ترلاسه شوي دي.

د حزب اسلامي پر مرکزي دفتر له وسلوال برید یوه اوونۍ وروسته د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وايي؛ هغه کسان، چې د ده د ژلو پلان یې جوړ کړی و د تاجکستان اتباع ول او له دوی څخه د داعش ډلې بیرغ هم ترلاسه شوی دی.

د حزب مشر حکمتیار زیاته کړې؛ حزب اسلامي د دې برید له کبله د کومې ځانګړې ډلې په تورنولو کې بیړه نکوي او د څېړنو له بشپړېدو وروسته به له عاملینو سره حساب وکړي.

د حزب اسلامي مشر، له خپلو حزبي پلویانو وغوښتل، چې یوې بلې جګړې ته چمتو شي او هېواد له جنایتکارو، خاینو، هېوادپلورونکیو او دین دښمنه ډلو وژغوري.

نوموړي دا نده څرګنده کړې، چې د حزب پلویان یې د چا پر وړاندې د جګړې لپاره چمتو شي!

د اسلامي امارت د ویاند مرستیال بلال کریمي د ګلبدین حکمتیار د څرګندونو په غبرګون کې ويلي، چې په دې اړه څېړنې روانې دي.

ویل کیږي؛ له بلې جګړې د حزب اسلامي د مشر د څرګندونو موخه دا ده، چې خپل امنیتي تدابیر نور هم ډېر کړي.

ځانمرګي بریدګر تېره جمعه د حزب اسلامي پر مرکزي دفتر داسې وخت برید وکړ، چې د حزب اسلامي مشر حکمتیار د جمعې د لمانځه خطبه وړاندې کوله.

Trending

Exit mobile version