تازه خبرونه
بریټانوي ځواکونو په افغانستان کې جرمونه کړي
د بریټانوي پوځ یوه پخواني لوړپوړي افسر په یوه عامه څېړنه کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې بریټانوي ځانګړو ځواکونو ممکن جنګي جرمونه کړي وي؛ خو د تورونو پر وړاندې هیڅ جدي اقدام ندی شوی.
د یوې څېړنې پایلې ښيي، چې بریټانوي ځانګړو ځواکونو د ۲۰۱۱ او ۲۰۱۳ کلونو ترمنځ په افغانستان کې د خپل ماموریت پر مهال جنګي جرمونه کړي دي.
د بریټانوي پوځ یوه پخواني لوړپوړي افسر په یوه عامه څېړنه کې څرګنده کړې، چې په افغانستان کې بریټانوي ځانګړو ځواکونو ممکن جنګي جرمونه کړي وي؛ خو د تورونو پر وړاندې هیڅ جدي اقدام ندی شوی.
دغه افسر، چې مستعار نوم یې N1466 دی ویلي، چې هغه له کلونو راپدېخوا بد ضمیر درلود او په رسمي ډول یې په ۲۰۱۵ کې خپلې اندېښنې راپور کړې.
هغه ټینګار کړی، چې دا مسله یوازې یوې کوچنۍ قطعې پورې محدوده نهوه او شاید د ځانګړو ځواکونو په منځ کې په پراخه کچه شتون ولري.
دا پوځي وایي: “زه بشپړ اندېښمن یم، چې بې ګناه خلک؛ ان ماشومان هم په غیرقانوني توګه وژل کیږي. مونږ کولی شو د ۲۰۱۱ کال په فبرورۍ کې یې مخه ونیسو. د هغو کسانو تر منځ، چې له هغه وخت راپدېخوا په غیر ضروري ډول مړه شوي؛ دوه کوچني ماشومان هم ول، چې د خپلو والدینو تر څنګ په بستر کې پر ډزو ویشتل شوي وه. که د دې کار مخنیوی شوی وای؛ نو دا ټول به پیښ شوي وای؟”
د بریټانوي پوځ دې پخواني افسر زیاته کړې؛ پخواني رییس او نورو هڅه وکړه، چې د “تور
شوي جرم” په اړه معلومات پټ کړي.
په افغانستان کې د بریټانوي ځواکونو لهخوا د “ممکنه جنګي جرمونو” د تورونو په اړه پلټنې په ۲۰۲۳ کال کې د قاضي هیډون کیوف پر مشرۍ پیل شوې. هغه ویلي؛ اصلي موخه دا و، چې معلومه کړي آیا د “غیر قضايي وژنو” په اړه معتبر شواهد شتون لري، آیا پخوانۍ پلټنې په سمه توګه ترسره شوې او آیا وژنې پټې وې.
د بریټانوي پوځ پخواني افسر دا ټینګار هم کړی، چې د هغه هدف له ځانګړو ځواکونو “حسابونه اخیستل” نه ول، بلکې د ماشومانو هدفي وژنې او ډزې نه ځانګړي وه، نه اشراف ول او نه هم هغه څه، چې دوی پرې باور درلود.
اسلامي امارت پر ځلونو ویلي، چې د امریکا پر مشرۍ د ناټو ځواکونو په افغانستان کې د خپل ۲۰ کلن شتون په بهیر کې ډېر جنګي جرمونه کړي دي.