سیمه ییز خبرونه

بریټانیا، کاناډا او فرانسې د غزې په خاطر اسرائیلو ته د بندیزونو ګواښ وکړ

رویټرز راپور ورکړ، چې د اسرائیلو پوځ د جمعې پر ورځ د نويو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او له دې د دوشنبې پر ورځ له دې مخکې نتانیاهو ویلي وه، چې اسرائیل به د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي.

Published

on

د بریټانیا، کاناډا او فرانسې مشرانو د دوشنبې پر ورځ ګواښ وکړ، چې که اسرائیل په غزه کې خپل نوي پوځي برید ونه‌دروي او د مرستو محدودیتونه لرې نکړي؛ نو پر اسرائیل به بندیزونه ولګوي.

رویټرز راپور ورکړ، چې د اسرائیلو پوځ د جمعې پر ورځ د نويو عملیاتو د پیل اعلان وکړ او له دې د دوشنبې پر ورځ له دې مخکې نتانیاهو ویلي وه، چې اسرائیل به د ټولې غزې کنټرول تر لاسه کړي.

نړیوالو کارپوهانو له دې مخکې له راتلونکي قحطۍ خبرداری ورکړی و.

د بریټانیا د حکومت په خپره شوې ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “د اسرائیلو د حکومت لخوا ملکي وګړي له اړینو بشري مرستو بې برخې کول د منلو وړ ندي او له نړیوال بشري قانون څخه د سرغړونې خطر لري. مونږ په لویدیځه غاړه کې د ښارګوټو د پراخولو له هرې هڅې مخالفت کوو… مونږ به د نورو اقداماتو څخه د هدفمند بندیزونو په ګډون ډډه ونکړو.”

نتنیاهو یې په ځواب کې ویلي، چې “د لندن، اوټاوا او پاریس مشران د اوکټوبر پر اوومه پر اسرائیلو د نسل وژنې برید ته ډالۍ وړاندې کوي. په داسې حال کې، چې په ورته وخت کې له نورو داسې جرمونو هرکلی کوي.”

هغه زیاتوي، چې اسرائیل به تر هغه وخته له ځان دفاع کوي، چې بشپړه بریا ترلاسه شي او د جګړې د پای ته رسولو لپاره یې د اسرائیلو شرایط د پاتې یرغمل شویو خوشې کول او د غزې تړانګه بې وسلې کول بیا تکرار کړل.

اسرائیلو د مارچ له پیل راپدېخوا غزې ته د طبي توکو، خوړو او سونګ توکو د ننوتلو مخه نیولې، چې پر حماس فشار راوړي او د ۲۰۲۳ کال یرغمل خوشې کړي.

د لویدیځ درې واړو مشرانو په یوه ګډه خبرپاڼه کې ویلي: “مونږ تل د ترهګرو پر وړاندې د اسرائیلیانو له حق دفاع او ملاتړ کړی دی؛ خو د [وضعیت] دا زیاتوالی بشپړنامتناسبه دی.”

دوی ویلي، چې دوی به د نتانیاهو د حکومت “دې ناوړه کړنو” ته بې‌تفاوته پاتې.

دوی په غزه کې د سمدستي اوربند لپاره د امریکا، قطر او مصر له هڅو ملاتړ څرګند کړ او څرګندوي، چې دوی د شخړې د حل لپاره د دوه دولتونو د حل لارې د یوې برخې په توګه د فلسطین دولت پر رسمیت پېژندلو ته ژمن دي.

حماس له دې ګډې خبرپاڼې هرکلی وکړ او دا یې د نړیوال قانون د اصولو د بیا رغولو پر لور یو ” اړین ګام” وباله.

د غزې روغتیایي چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د اسرائیلو ځمکنۍ او هوايي جګړې غزه ویجاړه کړې، نږدې ټول اوسیدونکي یې بې ځایه کړي او له ۵۳ زره څخه ډېر خلک، چې ډېری یې ملکي وګړي دي؛ وژل شوي.

اسرائیلو ویلي؛ جګړه د ۲۰۲۳ کال د اوکټوبر پراوومه د حماس پر مشرۍ له برید سره پیل شوه؛ په کې وسلوالو شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل، چې ډېری یې ملکي وګړي وه، او ۲۵۱ کسان یې یرغمل کړل.

 

Trending

Exit mobile version