تازه خبرونه

بریټانیا د افغانستان په ګډون د څلور هېوادونو وګړو ته ویزې وځنډولې

د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دې پرېکړه کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزو ځنډول د پام وړ دي او افغانانو ته د کار ویزې هم وځنډول شوې.

Published

on

د بریټانیا کورنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان په ګډون یې د بېړني حالت له کبله د څلور هېوادونو وګړو ته د ځینو ویزو ورکول ځنډولي دي.

د بریټانوي رسنیو د راپورونو له مخې؛ په دې پرېکړه کې د افغانستان، کامرون، میانمار او سوډان د وګړو لپاره د زده‌کړو ویزو ځنډول د پام وړ دي او افغانانو ته د کار ویزې هم وځنډول شوې.

د بریټانیا د کورنیو چارو وزیره شبانه محمود وایي، چې یو شمېر خلکو د پناه غوښتنې لپاره د قانوني مهاجرت لارې کارولي دي. هغې دا اقدام “بې ساري” وباله او ټینګار یې وکړ، چې د هېواد د ویزې له سیسټم باید ناوړه ګټه پورته نشي.

د بریټانیا کورنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ۲۰۲۵ ز. کال کې د هغو خلکو له‌خوا د پناه‌غوښتنه ثبت شوې، چې له قانوني لارو؛ لکه د زده‌کړې ویزو له لارې هېواد ته راننوتي دي. دا محدودیتونه باید په رسمي ډول د کډوالۍ په مقرراتو کې د بدلونونو له لارې پلي شي.

بریټانوي چارواکو دا اعلان هم کړی؛ د نویو پالیسیو له مخې به د کډوالو وضعیت په هرو ۳۰ میاشتو کې یوځل بیا وارزول شي او هغه کسان، چې هېوادونه یې خوندي ګڼل کیږي اړ دي ژر تر ژره خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

Trending

Exit mobile version