تازه خبرونه
بشري ناورین د افغانستان د نیمايي وګړیو ژوند ګواښي – پاکستان
د پاکستان لومړي وزیر چیني رسنۍ سي جي ټي ان ته څرګنده کړې، چې بشري ناورین د افغانستان نیمايي نفوس ګواښي او نړۍ ته په کار نده، چې غلې پاتې شي.
د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي: لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې سولې ته موکه برابره شوې، ځکه اوس هلته جګړه نشته؛ خو اصلي ستونزه بشري ناورین دی.
عمران خان په دې باور دی، چې د افغانستان پېنځه اویا سلنه بودجه پر بهرنیو مرستو تم وه، چې ودرېدو یې د افغانستان نوی دولته کړکېچ سره مخامخ کړی دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان پخوا تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه لرله او پېنځه اویا سلنه بودجه یې له نړیوالو مرستو برابرېده. اوس دا مرستې بندې شوي او د افغانستان نوی حکومت له بشري ناورین سره مخ دی او د خدمتونو د وړاندې کولو توان نلري.
د پاکستان لومړی وزیر په دوه ورځني سفر چین ته تللی و او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې افغانستان ته د بشري مرستو پر دوام او د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو پر موضوع خبرې وکړې.
عمران خان ویلي: په روان وضعیت کې نه یوازې د چین او پاکستان، بلکې د اروپايي ټولنې په ګډون د ټولو هېوادونو دنده ده، چې د طالبانو( اسلامي امارت ) له منلو او نه منلو تېر شي او د افغانستان څلوېښت میلیون مظلوم او رنځېدليو وګړيو په اړه فکر وکړي.
له نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت غوښتنه هم د عمران خان خبرو ته ورته ده، چې وايي؛ پر افغانستان د بندیزونو لګول افغانان په مستقیمه توګه ځوروي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین وایي: اوسنی وضعیت پر افغانستان تپل شوی دی. هېواد مو له بشري ناورین سره مخ دی او په تېرو شپږ میاشتو کې مو په ټول توان د ناورین د له منځه وړلو لپاره کار کړی او خپلې هڅې به روانې وساتو، چې د افغانستان د خلکو د ځورېدو او کړېدو کچه راټيټه کړو؛ خو په کار ده، چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره همکاري وکړي او په غیرموجه بندیزونو سزا ورنکړي.
د پاکستان د لومړي وزیر له اندېښنې سره هممهاله، ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د دوشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې ویلي وه، چې په افغانستان کې د ژمي شپې ورځي مخ پر سختېدو دي.
تازه خبرونه
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د شهباز شریف ادعا د تاریخ «لوی شرم» وباله
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
د اطلاعاتو او کلتور وزارت ویاند خبیب غفران د ایران په جګړه کې د اسلامي امت د یووالي په اړه د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف ادعا «لوی شرم» وباله.
هغه په ایکسپاڼه کې لیکلي: “تاسې د غزې د سولې طرحې اتل ټرمپ ستایلی، خو نن د ایران په اړه په هغه جګړه کې، چې جنایتکار (ټرمپ) او ملګرو یې پیل کړې؛ د اسلامي امت د یووالي ادعا کوئ؟”
خبیب غفران زیاته کړې؛ په داسې حال کې، چې په افغانستان کې اسلامي نظام واکمن دی؛ شهباز شریف حتا پر تر ټولو زیانمنونکي قشرونو ماشومانو، ښځو او روږدو کسانو رحم ندی کړی او ټوله روژه یې خپله بېرحمي روانه ساتلې ده.
هغه دا چلند “لوی شرم” او “په تاریخ کې د منافقت” یوه څرګنده بېلګه وبلله.
تازه خبرونه
اسلامي امارت قطر او ترکیې ته خواخوږي وړاندې کړه
یاد وزارت دا پېښه خواشینوونکې بللې او د قربانیانو کورنیو ته یې خپله ژوره خواشیني او خواخوږي څرګنده کړې ده.
تازه خبرونه
پاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
په روسیه کې د پاکستان سفیر فیصل نیاز ترمذي ویلي: اسلامآباد له مسکو څخه غوښتي، چې له افغانستان سره په روان جنګ کې منځګړیتوب وکړي.
فیصل نیاز ترمذي د روسیې له «ایزوستیا» ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي؛ پاکستان له روسیې سره په اړیکه کې دی او د دې هېواد له «ځانګړي وړاندیز» څخه د کړکېچ د حل لپاره مننه کوي.
هغه زیاته کړې؛ د روسیې، چین، قطر، ترکیې او سعودي عربستان وړاندیزونه د لنډمهالي اوربند د هوکړې لامل شوي هم دي.
ترمذي ټینګار کړی: « مونږ له خپلو ټولو شریکانو غواړو، چې مهرباني وکړئ طالبانو (اسلامي امارت) ته ووایاست، چې له دې فرصته یوازې د بیا تنظیم، بیا وسلوال کېدا او بیا برید لپاره کار وانخلي؛ ځکه لوی هېوادونه لکه روسیه او پاکستان د ترهګریزو کړنو له لارې بېثباته کېدی نشي.»
دې پاکستاني ډیپلوماټ ټینګار کړی، چې په افغانستان کې لسیزو جګړو نه یوازې کابل او اسلامآباد، بلکې ګاونډ هېوادونه لکه ایران، تاجکستان، ترکمنستان، ازبکستان او حتا روسیه هم اغېزمن کړي دي.
هغه زیاته کړې: « ځکه، نو مونږ ټول باید له یو بل سره سوداګري وکړو، ښوونې، هنر او کلتور ته وده ورکړو. تروریزم ناسمه لار ده.»
د منځګړیتوب دا غوښتنه په داسې حال کې راپورته شوې، چې د وروستیو اوونیو د تاوتریخوالي او شخړو د زیاتېدا په پایله کې سلګونه کسان ووژل شول او زرګونه نور بېځایه شوي دي.
پاکستانيانو څو ځله ادعا کړې، چې په دې هېواد کې وسلهوال بریدونه د افغانستان له خاورې تنظیمېږي.
په داسې حال کې، چې اسلامي امارت تل د پاکستان دا ادعا رد کړې او څرګندوي؛ افغانستان د پاکستان د «امنیتي ناکامۍ» مسوول ندی.
-
تازه خبرونه24 hours agoپاکستان له افغانستان سره په روان جنګ کې د روسیې د منځګړیتوب غوښتنه وکړه
-
تازه خبرونه2 days agoد اسلامي امارت یوه غړي په برلین کې د افغانستان سفارت چارسمبالي پر غاړه اخیستې
-
تازه خبرونه2 days agoد پاکستان پوځي رژیم یو ځل بیا اوربند مات کړ
-
تازه خبرونه1 day agoنړۍ دې د افغانستان او پاکستان د پراخې جګړې مخه ونیسي – فایننشل ټایمز
-
نړۍ1 day agoکیم جونګ اون یو ځل بیا د شمالي کوریا د دولتي چارو رییس وټاکل شو
-
لوبی2 days agoپه کوکپر نړیوالو سیالیو کې د وزلوبې ملي لوبډله درېیمه شوه
-
تازه خبرونه2 days agoد افغانستان او پاکستان ترمنځ تاوتریخوالی خطرناک پړاو ته رسېدلی – د بحران نړیواله ډله
-
نړۍ2 days agoټرمپ ایران ته د انرژۍ پر ودانیزو بنسټونو د بریدونو ګواښ وکړ
