تازه خبرونه

بشري ناورین د افغانستان د نیمايي وګړیو ژوند ګواښي – پاکستان

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۱۹, ۱۴۰۰)

د پاکستان لومړي وزیر چیني رسنۍ سي جي ټي ان ته څرګنده کړې، چې بشري ناورین د افغانستان نیمايي نفوس ګواښي او نړۍ ته په کار نده، چې غلې پاتې شي.

د پاکستان لومړی وزیر عمران خان وایي:  لومړی ځل دی، چې په افغانستان کې سولې ته موکه برابره شوې، ځکه اوس هلته جګړه نشته؛ خو اصلي ستونزه بشري ناورین دی.

عمران خان په دې باور دی، چې د افغانستان پېنځه اویا سلنه بودجه پر بهرنیو مرستو تم وه، چې ودرېدو یې د افغانستان نوی دولته کړکېچ سره مخامخ کړی دی.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ افغانستان پخوا تر ډېره پر بهرنیو مرستو تکیه لرله او پېنځه اویا سلنه بودجه یې له نړیوالو مرستو برابرېده. اوس دا مرستې بندې شوي او د افغانستان نوی حکومت له بشري ناورین سره مخ دی او د خدمتونو د وړاندې کولو توان نلري.

د پاکستان لومړی وزیر په دوه ورځني سفر چین ته تللی و او د دغه هېواد له ولسمشر سره یې افغانستان ته د بشري مرستو پر دوام او د امریکا لخوا د افغانستان د کنګل شوې شتمنۍ د آزادېدو پر موضوع خبرې وکړې.

عمران خان ویلي: په روان وضعیت کې نه یوازې د چین او پاکستان، بلکې د اروپايي ټولنې په ګډون د ټولو هېوادونو دنده ده، چې د طالبانو( اسلامي امارت ) له منلو او نه منلو تېر شي او د افغانستان څلوېښت میلیون مظلوم او رنځېدليو وګړيو په اړه فکر وکړي.

له نړیوالې ټولنې د اسلامي امارت غوښتنه هم د عمران خان خبرو ته ورته ده، چې وايي؛ پر افغانستان د بندیزونو لګول افغانان په مستقیمه توګه ځوروي.

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان څوکۍ ته د اسلامي امارت نوماند سهیل شاهین وایي:  اوسنی وضعیت پر افغانستان تپل شوی دی. هېواد مو له بشري ناورین سره مخ دی او په تېرو شپږ میاشتو کې مو په ټول توان د ناورین د له منځه وړلو لپاره کار کړی او خپلې هڅې به روانې وساتو، چې د افغانستان د خلکو د ځورېدو او کړېدو کچه راټيټه کړو؛ خو په کار ده، چې نړیواله ټولنه له افغانانو سره همکاري وکړي او په غیرموجه بندیزونو سزا ورنکړي.

د پاکستان د لومړي وزیر له اندېښنې سره هممهاله، ماشومانو لپاره د ملګرو ملتونو وجهي صندوق یا یونیسف د دوشنبې پر ورځ په یوه ټویټ کې ویلي وه، چې په افغانستان کې د ژمي شپې ورځي مخ پر سختېدو دي.

Trending

Exit mobile version