تازه خبرونه

بلجیم له اسلامي امارت سره د افغان کډوالو د ستنولو په اړه خبرې کړي

د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.

Published

on

د بلجیم چارواکو له اسلامي امارت سره د هغو افغان کډوالو د بېرته ستنولو په اړه خبرې کړي، چې په اروپا کې اوسیږي؛ خو قانوني اسناد نلري او یا هم جرمي مخینه لري.

د بلجیم رسنیو راپور ورکړی، چې د بلجیم د کډوالۍ ادارې رییس فرډی روزمونټ په دې وروستیو کې د اروپایي ټولنې د ۲۰ غړو هېوادونو د یوه پلاوي په چوکاټ کې کابل ته سفر کړی دی.

د بلجیم د پناه غوښتنې او کډوالۍ وزیرې، آنلین ون بوسویت د دې هېواد د یاد پلاوي په ترکیب کې ګډون تائید کړی دی.

نوموړې ویلي، دا ماموریت د اداري او تخنیکي همکاریو پر بیا پیل تمرکز درلود. په ځانګړي توګه د هغو کسانو د پېژندنې په برخه کې، چې د داوطلبانه یا اجباري بېرته ستنولو وړ دي او په کې بې اسناده افغانانو او جرمي مخینې لرونکو کسانو ته لومړیتوب ورکړ شوی دی.

ون بوسویت ټینګار کړی، چې بلجیم له اسلامي امارت سره ګډ ارزښتونه نلري؛ خو اداري همکاري ورسره اړینه بولي. هغې دا ډاډ هم ورکړی: ښځې، ماشومان او نور هغه افغانان، چې د پناه غوښتنې شرایط پوره کوي؛ پر زور به خپل هېواد ته ونه استول شي.

اوسمهال له ۲۰۰۰ څخه زیات افغان وګړي د بلجیم په بېلابېلو سیمو کې د کډوالو د ساتنې په مرکزونو کې ژوند کوي.

Trending

Exit mobile version