سیمه ییز خبرونه
بلجیم هم د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت پر رسمیت پېژني
نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي: غواړو په غزه کې د روان بشري ناروین له کبله پر اسرائیلو سخت بندیزونه ولګوو.
رویټرز راپور ورکړی، چې د بلجیم بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پریوټ به د سېشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطین دولت پر رسمیت وپېژني، چې غواړي پرې له آسټرالیا، بریټانیا، کاناډا او فرانسې وروسته پر اسرائیلو نړیوال فشار نور هم زیات کړي.
نوموړي په ایکس پاڼه کې لیکلي: غواړو په غزه کې د روان بشري ناروین له کبله پر اسرائیلو سخت بندیزونه ولګوو.
هغه زیاته کړې، چې د ۱۲ سختو بندیزیونو تر څنګ به د اسرائیلو پر وارداتي محصولاتو هم بندیز ولګول شي.
په غزه کې د خپلې جګړې پرلامل له نړیوالې نیوکې سره مخ اسرائیل د ملګرو ملتونو په عمومي غونډه کې د فلسطیني دولت پر رسميت پېژندلو سخت پر غصه شوی دی.
ماکسیم پریوټ ویلي؛ بلجیم به په دې اړه د نیویارک د اعلامیې له لاسلیک کوونکو سره یوځای شي، چې د دوه دولتونو حل لارې خنډ اوار شي او یا د اسرائیلو ترڅنګ په سوله کې فلسطیني دولت ولرو.
پریوټ زیاته کړې؛ دا پرېکړه “په فلسطین یا په ځانګړي توګه په غزه کې له بشري حقونو د اسرائیلو د سرغړونې او روان تاوتریخوالي په ځواب کې” پلې کیږي.
بلجیم غواړي چې د فرانسې او سعودي عربستان پر مشرۍ د ګډ ډیپلوماتیک نوښت د یوې برخې په توګه د فلسطین دولت پر رسمیت وپېژني.
پریوټ ویلي، دا اقدام د یوې سیاسي نغوتې په توګه هم څرګند شوی، چې موخه یې په سیمه کې د اسرائیلو د میشت ځایونو پراختیا او پوځي شتون غندنه ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کاناډا د فلسطیني دولت د ملاتړ پر پرېکړه نیوکه کړې او روبیو ویلي، چې د فرانسې پرېکړه د ټینګار وړ نده.
د راپورونو له مخې؛ سپینې ماڼۍ د بلجیم له څرګندونو وروسته د تبصرې لپاره د رویټرز غوښتنې ته ځواب ندی ویلی.
د اروپايي اتحادیې د بهرنیو چارو وزیرانو د شنبې پر ورځ په کوپنهاګن کې د غزې د جګړې په اړه د یوې غونډې پر مهال سره ووېشل شول؛ ځینو یې وغوښتل، چې پر اسرائیلو د پام وړ اقتصادي فشار راوړي. په داسې حال کې، چې نورو د دې کړنې کلک مخالفت وکړ.
فلسطینیان له اوږدې مودې راپدېخوا د اسرائیلو لخوا په نیول شوې لویدیځې غاړې او غزې کې د یوخ خپلواک دولت غوښتنه کړې، چې ختیځ بیت المقدس یې پلازمېنه وي.
امریکا ويلي، چې دا ډول دولت یوازې د اسرائیلو او فلسطینیانو ترمنځ د مستقیمو خبرو اترو له لارې رامنځته کېدی شي.
پریوټ زیاته کړې؛ بلجیم، چې د اروپایي ټولې غړی دی؛ د اسرائیلو پر حکومت او حماس د فشار زیاتولو پرېکړه وکړه.
پریوټ د فلسطین د بیارغونې لپاره د بلجیم پر ژمنې هم ټینګار کړی او وایي، چې هېواد به یې “د حماس پر نښه کولو لپاره له اروپایي اقداماتو او د یهودیت ضد مبارزې لپاره د بلجیم له نویو نوښتونو ملاتړ وکړي.
امریکا د جمعې پر ورځ ویلي، چې د فلسطین د ادارې ولسمشر محمود عباس به د ملګرو ملتونو په سرمشریزه کې د ګډون لپاره نیویارک ته له سفر کولو څخه منع کړي، چې تمه ده د امریکا ډېری متحدین به په رسمي ډول فلسطین د یو دولت په توګه وپېژني.
په ۲۰۲۴ کې د ملګرو ملتونو عالي محکمې پرېکړه وکړه، چې د لویدیځې غاړې په ګډون د فلسطیني سیمو اشغال او میشت ځایونه غیرقانوني دي او باید ژر تر ژره بېرته واخیستل شي.
اسرائیل وايي، چې دا سیمې په قانوني لحاظ اشغال شوې ندي؛ ځکه، چې دا په جنجالي ځمکه کې دي. په داسې حال کې، چې ملګري ملتونه او د نړیوالې ټولنې ډېری برخه یې د اشغال شوې سیمې په توګه ګوري.
رویټرز راپور ورکړی، چې د ختیځ بیت المقدس او د ګولان لوړې په نړیواله کچه رسمیت نلري.
اسرائیلو د ۲۰۲۳ کال له اوکتوبر رتاپدېخوا د غزې په تړانګه کې خپل برید له هغې وروسته پیل او روان ساتلی، چې د حماس جنګیالیو د دې سیمې د کنټرول لپاره پر خلکو برید وکړ؛ ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او له ۲۵۰ څخه ډېر یې یرغمل ونیول.