بی بی سی پښتو
بلوچستان کې دوکاندارانو ته خبرداری؛ “ښځې خپلو دوکانونو ته مه پرېږدئ”
د پاکستان د بلوچستان ایالت په وډه ښار کې د یوه هندو هټیوال تر وژل کېدو څو ورځې وروسته تازه د خبرداري داسې پاڼه خپره شوې چې هټیوالو ته په کې ویل شوي ښځې دې خپلو دوکانونو ته نه پرېږدي.
په دې پاڼه کې ټول سوداګر او په ځانګړي ډول هندوان مخاطب شوي چې که ښځو ته خپلو دوکانونو ته د ورتګ اجازه ورکوي نو د هر ډول ناوړه پایلو مسئول به پخپله وي.
پولیسو ویلي د خبرداري دا پاڼه یې کتلې خو تر اوسه ویلی نشي چې چا خپره کړې ده.
وډه کې د هندوانو د ټولنې غړی سنتوش کمار وايي دغه ښار کې د هندوانو هټۍ له وړاندې د یوه هندو سوداګر د وژل کېدو په اعتراض کې تړلې خو اوس ورته ویل شوي چې پر هندانو سربېره د ځینو مسلمانانو دوکانونو ته هم د دې پاڼې کاپۍ ورغورځول شوې دي.
نوموړی زیاتوي چې د خبرداري دې پاڼه کې څو ورځې وړاندې د وژل شوي هندو هټیوال یادونه شوې او دې د دوی اندېښنې لا ډېرې کړې دي.
سنتوش کمار وايي: “موږ چا ته زیان نه دی رسولی، نو بیا ولې په نښه کېږو؟”
د اشوک کمار په نوم هندو سوداګر د مې میاشتې په ۳۱مه وژل شوی و.
د یادونې ده چې څو میاشتې وړاندې وډه ښار کې د نانک رام په نوم یو بل هند سوداګر هم وژل شوی و.
د ښاغلي کمار د وژلو غبرګون کې څو ورځې کاربندیز او اعتراضونه هم روان وو خو د ځايي چارواکو په منځګړیتوب پای ته ورسېدل.
د خبرداري پاڼه کې څه لیکل شوي؟
وډه کې د درملتونونو د ټولنې مشر محمد اسلم شیخ وايي د خبرداري پاڼه ښار کې پر یوه لوحه لیکدړه راځړول شوې وه.
دا پاڼه په لاس لیکل شوې او لاندینۍ برخه کې یې د تورې د رسم ترڅنګ ‘سیف الله کاروان’ لیکل شوي دي.
محمد اسلم وايي دوکانونو ته د خبرداري په غورځول شويو پاڼو کې هم ورته متن لیکل شوی، خو د کومې ډلې نوم پکې نشته.
په دغه خبرداري کې عامو خلکو ته هم ویل شوي چې ښځو ته دې له اړتیا پرته له کوره د وتلو او بازارونو کې د ګرځېدو اجازه نه ورکوي.
دا پاڼه وايي: “ښځې د هندوانو دوکانونو کې ډېرې لیدل کېږي. هغوی ته ویل کېږي چې ښځو ته نور قطعآ هټیو ته د ورتګ اجازه ورنکړي او که دا کار کوي نو پخپله به د پایلو مسئول وي.”
دا په داسې حال کې ده چې د وډه ښار د روغتونونو د ټولنې مشر وايي دغه ښار کې ښځې د سودا پېرلو لپاره له کوره یوازې نه راوځي.
هغه زیاتوي چې په ۲۰۱۱ کال د امنیتي پېښو له پیلېدو راهیسې دا دویم ځل دی چې دغه ښار کې د خبرداري دا ډول پاڼې خپرېږي.
د اسلم شیخ په وینا هندوان له پېړیو راهیسې وډه کې مېشت او د ټولنې خورا بې ضرره خلک دي.
پولیس څه وايي؟
د وډه ښار د پولیسو مشر عبدالرحیم بي بي سي سره خبرو کې ومنله چې د دغه ښار هټیوال ته خبرداری ورکړ شوی دی.
خو هغه یوازې د بازار په یوه لیکدړه د خبرداريپانې راځړېدل تائید کړل او وايي تر اوسه کوم هټیوال ورته په انفرادي ډول د دې پاڼې د غورځول کېدو شکایت نه دی کړی.
عبدالرحیم وايي ظاهرآ دا پاڼه د سیف الله کاروان په نوم ډلې خپره کړې، خو پخوا وډه ښار کې د دې ډلې نوم نه دی اورېدل شوی.
هغه زیاتوي چې په دې تړاو څېړنې پیل شوې دي