مهم خبرونه

بلینکن او آسټین د کیف په سفر کې اوکراین ته سیاسي او پوځي مرسته اعلان کړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۵, ۱۴۰۱)

د امریکا د ولسمشر جو بایډن د بهرنیو چارو وزیر او د پنټاګون مشر کیف ته د پټ سفر له بشپړولو سره سم اوکراین ته نه یوازې نوې نظامي مرستې اعلان کړې، بلکې پر نوي ډیپلوماټیک فشار یې هم ټینګار څرګند کړ.

د فبرورۍ پر څلیریشتمه پر اوکراین د روسیې له یرغل راپدیخوا د دې هېواد پلازمېنې ته د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر انتوني بلینکن او دفاع وزیر لویډ آسټین لومړنی سفر تر سره او د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي او د هغه سلاکارانو ته یې وویل، چې امریکا به له ۳۰۰ میلیون ډالرو څخه ډېرې بهرنۍ پوځي مرستې وکړي.

د اسوشیټیډ پریس د څرګندونو له مخې؛ له دې مخکې د ۱۶۵ میلیون ډالرو مهماتو پر پلور هوکړه شوې وه.

دغه راز دوی دا ډاډ هم وکړی، چې بایډن به ډېر ژر خپل نوماند په اوکراین کې د استازي او سفیر په توګه اعلان کړي او هغه امریکایي ډیپلوماټان، چې له جګړې مخکې یې اوکرایین پریښی و؛ راتلونکې اوونۍ به بېرته کیف ته راستانه شي؛ خو په کیف کې د امریکا سفارت به د اوس لپاره تړلی وي.

آسټین او بلینکن د اوکراین او ۱۵ متحد او ملګرو هېوادونو لپاره د ۷۱۳ میلیون ډالرو بهرنۍ پوځي مرسته اعلان کړه، چې د کیف لپاره څه د پاسه ۳۲۲ میلیون ډالر ځانګړي کړي.

چارواکو ویلي، پاتې نوره برخه به د ناټو د غړیو او نورو هغو هېوادونو ترمنځ ووېشل شي، چې اوکراین ته یې له روسیې سره د جګړې له پیل راپدیخوا مهم پوځي اکمالات کړي دي.

امریکایي چارواکو ویلي؛ دوی به لږ تر لږه د اوکراین ځینې بېړنۍ غوښتنې او نورو مرستو ته لاسرسی بشپړ کړي. دغه راز به د هویټزر په ګډون نوي توپونه د اوکراین اردو ته ډېر ژر وسپاري شي، چې دمګړۍ یې یو شمېر ځواکونه په ګاونډ هېوادونو کې د کارولو لپاره تر روزنې لاندې دي.

ویل کیږي، چې د امریکایي چارواکو له سفر سره همهاله روسیي ځواکونو د دغه هېواد پر لوی او ښکلي ښار اودیسه هم توغندیز بریدونه کړي دي.

Trending

Exit mobile version