تازه خبرونه
بندیزونه او محدودیتونه لګول به د افغانستان او لویدیځ تر منځ واټن رامنځته کړي
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي، چې له بندیزونو او محدودیتونو دې پر اسلامي امارت د فشار د وسیلې په توګه کار نه اخلي.
د اسلامي امارت پر وړاندې د لویدیځ سیاستونه به د تعامل او دیپلوماسۍ رول کم کړي.
د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل د اسلامي امارت د لوړپوړیو غړیو د سفر د بندیز په اړه د امنیت شورا د غړیو د وروستیو بحثونو په غبرګون کې ويلي؛ که د اسلامي امارت پر چارواکو د سفر بندیز وغزول شي، د بې باورۍ فضا به د دیپلوماسۍ ځای ونیسي.
نوموړي زیاته کړې؛ د افغانستان پر ضد د لویدیځ کړنې، چې د ځینو متعصبو کړیو له خوا تمویلیږي؛ افغانستان به اړ کړي، چې د دغو اقداماتو پر وړاندې سخت دریځ غوره کړي.
ضیا احمد تکل وایي، اسلامي امارت د دوحې د هوکړې د بشپړ تطبیق غوښتونکی دی.
په ۲۰۱۱ زېږدیز کال کې د ملګرو ملتونو امنیت شورا په یوه پرېکړه لیک کې د اسلامي امارت پر ۱۳۵ چارواکي بندیزونه ولګول، چې په پایله کې یې شتمنۍ کنګل شوې او پر سفر یې بندیز ولګېد.
وروسته بیا د اسلامي امارت د ۱۵ لوړ پوړیو غړیو د سفر بندیز لرې شو، چې له افغانستان څخه بهر د نورو هېوادونو له چارواکو سره لیده کاته او خبرې وکړي.
د سفري بندیزونو د لغو کولو لپاره د ضرب الاجل له پای ته رسیدو سره، چین او روسیې د درې میاشتو د تمدید غوښتنه وکړه، چې د نورو غړیو لخوا یې مخالفت وشو؛ خو وروستی وړاندیز، چې د امریکا د میز پر سر ایښی دا دی، چې د اسلامي امارت یوازې شپږ چارواکو ته د دیپلوماتیکو دلایلو له مخې قطر ته د سفر اجازه ورکړي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند ند پرایس ویلي: نور غړي پدې نظر دي؛ بندیزونه او ممانعتونه به تر هغې روان وي، چې د نويو واکمنو چلند بدل شي او خپل مسوولیتونه ترسره کړي. هغه څوک، چې غواړي بندیزونه لغو کړي او یا یې وغزوي، باید پوه شي، چې نړیواله ټولنه خپل اصول او معیارونه لري، چې باید درناوی یې وشي.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازي له نړیوالې ټولنې غوښتي، چې د افغانستان له نوي حکومت سره د اړیکو نوی فصل پیل کړي.
په ملګرو ملتونو کې د چین استازی ژانګ جون وایي: د نړۍ لپاره تر ټولو مهمه خبره دا ده، چې افغانستان اوس د افغانانو په لاس کې دی؛ ځکه مونږ وینو، چې افغانستان په ډېرو برخو کې پرمختګ کړی او نسبتاً باثباته وضعیت لري. په عین حال کې هیله من یو، چې د سیاسي روغې جوړې په لاره کې پرمختګ وشي او همدارنګه هیله لرو، چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې قاطع تصمیمونه ونیول شي، د هغوی د ځپلو لپاره له نوي حکومت سره همکارۍ ته اړتیا ده. نړۍ باید له نوي حکومت سره د اړیکو نوی فصل پیل کړي.
لویدیځ په ډاګه کړې؛ د نجونو د ښوونځيو او میرمنو ته د کار اجازه ورکول له نوي افغان حکومت سره د تعامل لپاره یوه اړتیا ده. که څه هم اسلامي امارت په وار وار اعلان کړی، چې د نړیوال مشروعیت د ترلاسه کولو او د بندیزونو او محدودیتونو د لرې کولو لپاره یې شرایط برابر کړي؛ خو تر اوسه یې د نجونو لپاره د متوسطو او عالی لیسو د پرانیستلو ژمنه نده پوره کړې.
