لوبی

بنګله‌دېش د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې پر درېیمه ورځ ۳۲۹ منډې مخکې شو

د بنګله‌دېش توپ‌اچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپ‌وهنې په دوه‌یمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپ‌وهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګله‌دېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.

Published

on

Last Updated on: تله ۲۰, ۱۴۰۵

 

د بنګله‌دېش کرکټ ملي لوبډلې د یکشنبې پر ورځ په ابوظبۍ کې د افغانستان پر وړاندې د ټسټ لوبې په درېیمه ورځ د مشفق‌الرحیم او نجم‌الحسین شانټو د غوره توپ‌وهنې پر مټ خپله مخکښي پیاوړی کړه او د ۳۲۹ منډو پر توپیر مخکې شو.

د بنګله‌دېش توپ‌اچوونکو حسن محمود او عبادت حسین د افغانستان د توپ‌وهنې په دوه‌یمه پاڼۍ کې له پیل مخکې د افغان توپ‌وهونکو لوبډله له ستونزو سره مخ کړه او په لومړۍ پاڼۍ کې یې د بنګله‌دېش لپاره د ۱۰۶ منډو مخکښي برابره کړه.

حسن محمود پېنځه او عبادت حسین څلور لوبغاړي وسوځول او افغانستان په لومړۍ پاڼۍ کې د ۲۴۰ منډو پر جوړولو وسوځېد. رحمت شاه، چې په خپله لومړۍ ټسټ لوبه کې یې د لوبډلمشر په توګه لوبه کوله؛ د ۱۰۵ منډو پر جوړولو د افغانستان غوره توپ‌وهونکی شو. عبدالمالک هم ۶۲ منډې جوړې کړې.

حسن محمود د درې پرلهپسې لوبغاړو پر سوځولو(هټ‌ټرېک) کولو د بنګله‌دېش لومړنی چټک توپ‌اچوونکی شو، چې په ټسټ لوبو کې دې لاسته‌راوړنې ته رسیږي. نوموړي په خپله اوولسمه ټسټ لوبه کې د ویکټو شمېر ۵۰ ته هم ورساوه.

بنګله‌دېش دوه‌یمه پاڼۍ په ښه پیل سره پیل کړه؛ خو د درې لوبغاړو تر ژر سوځېدا وروسته افغانستان  بېرته لوبې ته د راګرځېدا هیله پیدا کړه.

دغه راز مشفق‌الرحیم او نجم‌الحسین شانټو د څلورمې ویکټې لپاره د ۱۵۹ منډو ملګرتیا وکړه او د لوبې بهیر یې د بنګله‌دېش پر ګټه بدل کړ.

مشفق‌الرحیم په ۱۴۸ توپونو ۸۱ او شانټو په ۱۹۱ توپونو ۸۲ منډې جوړې کړې.

افغانستان د درېیمې ورځې په وروستیو کې یو ځل بیا د لوبې ډګر ته ور وګرځېد.

ضیاءالرحمن؛ مشفق‌الرحیم او حسن محمود وسوځول او قیس احمد هم د لوبې له پای ته رسېدو لږ مخکې شانټو له ډګره بهر کړ.

بنګله‌دېش به څلورمه ورځ د ۳۲۹ منډو پر مخکښۍ پیل کړي؛ خو افغانستان هڅه کوي، چې د منډو واټن راکم او لوبې ته بېرته راوګرځي.

Trending

Exit mobile version