لوبی
بنګله دیش د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمرو سره د یو ورځنیو لوبو لړۍ ۱-۱ مساوي کړه
د بنګله دېش له ۱۹ کلنو ټیټ عمرې لوبډلې د چارشنبې پر ورځ په ابوظبي کې د افغانستان له ۱۹ کلنو ټیټ عمره ځوانانو ته په دوهیمه یو ورځنۍ لوبه کې د ۶۳ منډو پر توپیر ماتې ورکړه او د دوو لوبو لړۍ یې ۱-۱ مساوي پای ته ورسوله.
د افغانستان لوبډلې وړمه ورځ بنګله دېش ته ماتې ورکړې وه او په دې حساب د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوه لوبو لړۍ یوه – یوه مساوي شوه.
بنګله دیش په ابوظبي کې د پچې له ګټلو وروسته لومړی توپ وهنه پیل کړه او په ۴۹.۳ آوورونو کې یې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکړل؛ خو ۲۳۱ منډې یې جوړې کړې.
د دوی لپاره محمد شهاب جیمز ۹۸ منډې کړې او ورپسې پرویزالرحمن جبون ۴۸ هغه جوړې کړې.
د افغانستان لپاره یما عرب څلور او فریدون داوودزي دوه ویکتې واخیستې.
په ځواب کې افغانستان په ۴۵.۴ آوورونو کې د ټولو لوبغاړیو پر سوځېدو ۱۶۸ منډې جوړې کړې، ۸۸ منډې یې سهیل خان ترسره کړې دي.
دواړه لوبډلې به اوس د سریلانکا له ۱۹ کلنو ټیټ عمرو سره په درې اړخیزه سیریز کې برخه واخلي، چې د شنبې پر ورځ په ابوظبي کې پیل شي.