Connect with us

تازه خبرونه

بنیاد بیات به ده‌ها خانواده نیازمند در فراه کمک‌های رمضانی توزیع کرد

په دې مرستو کې  کې اوړه، وريجې او غوړي شامل دي.

خپور شوی

د

Last Updated on: کب ۷, ۱۴۰۴

بیات بنسټ په فراه کې لسګونو اړمنو کورنیو ته د روژې مرستې ووېشلې

بیات بنسټ د روژې مبارکې میاشتې د مرستو په لړ کې دا ځل په فراه ولایت کې لسګونو اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

په دې مرستو کې  کې اوړه، وريجې او غوړي شامل دي.

په فراه کې د بیات بنسټ استازي فریدون عبدالله ویلي: “د بیات بنسټ د سروې کاري ډلې د مرستو له وېش مخکې د فراه ولایت په بېلابېلو ولسوالیو او کلیو کې د اړمنو کسانو د پېژندنې سروې کړې او نن دا مرسته ورته وېشل کیږي، چې اوړه، وریجې او غوړي په کې دي.”

له دې مرستو موخه د هغو کورنیو ستونزو ته رسېدنه ده، چې له فقر او سختو ستونزو سره مخ دي.

د مرستو ترلاسه کوونکي له بیات بنسټ څخه د مننې ترڅنګ وایي، چې نور خیریه بنسټونه دې هم د اړمنو کورنیو لاسنوي ته راودانګي.

بیات بنسټ هر کال د هېواد په ټولو ولایتونو کې اړمنو کورنیو ته خپلې د روژې مرستې رسوي.

ویل کیږي، چې دا مرستې به د روژې د مبارکې میاشتې تر پایه پورې په کابل او نورو ولایتونو کې روانې وي.

 

تازه خبرونه

چین او پاکستان د افغانستان په اړه د همکاریو پر پراخولو ټینګار وکړ

د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

Published

on

چین او پاکستان د بیجینګ له لوړې کچې خبرو اترو وروسته د افغانستان په اړه د زیاتې همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی او خبرداری یې ورکړی، چې د افغانستان له خاورې دې د سیمې د امنیت پر ضد استفاده نه کېږي.

دا موضوع په یوه ګډه خبرپاڼه کې وړاندې شوې، چې د پاکستان د صدراعظم شهباز شریف د څلور ورځني سفر له پای ته رسېدو وروسته خپره شوې ده؛ هغه سفر، چې په کې د چین له ولسمشر شي جین‌پینګ او د چین له لومړي وزیر لي چیانګ سره لیدنې وکړې.

د دې خبرپانې یوه برخه افغانستان او د سیمې امنیت ته ځانګړې شوې او دواړو لوریو د ناامنۍ د پراخېدو او د پولې هاخوا ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

چین او پاکستان همدارنګه د افغانستان، پاکستان او چین له درې‌اړخیزو خبرو اترو هرکلی کړی، چې د ۲۰۲۶ کال په اپریل کې ترسره شوې وې. پاکستان د کابل او اسلام‌آباد ترمنځ د خبرو په آسانتیا کې د چین له رول څخه مننه کړې ده.

په دې ګډه خبرپاڼه کې ټینګار شوی، چې هیڅ فرد یا ډله باید د افغانستان له خاورې څخه د سیمې د هېوادونو پر ضد د بریدونو یا بې ثباته کوونکو فعالیتونو لپاره کار وانخلي.

په خبرپاڼه کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) او د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ یادونه هم شوې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان اسلامي امارت تل دا ټینګار کړی؛ د افغانستان خاوره د هیڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي.

دواړو هېوادونو همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، سوداګرۍ، مصنوعي ځیرکتیا، بېخبناوو او د چین– پاکستان اقتصادي دهلېز (سي پیک) په برخو کې د همکاریو پر پراخولو ټینګار کړی دی.

دا سفر د چین او پاکستان د ډیپلوماټیکو اړیکو له پېنځه‌اویایمې کلیزې سره هم‌مهاله ترسره شوی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

محمد یعقوب مجاهد په امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ته سفر وکړ

یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمه‌ییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.

Published

on

ملي دفاع وزارت څرګنده کړې، چې د افغانستان ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد د روسیې فډراسیون پر کوربتوب په نړیوال امنیتي کنفرانس کې د ګډون لپاره مسکو ښار ته رسېدلی دی.

یاد وزارت زیاته کړې، په دې کنفرانس کې د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادونو امنیتي او دفاعي چارواکي ګډون لري او د سیمه‌ییز امنیت، ګډو ننګونو او متقابلو همکاریو په اړه به خبرې اترې وکړي.

د دفاع وزارت د څرګندونو له مخې، د اړینو امنیتي موضوعاتو په اړه د نظرونو وړاندې کول او د همکاریو پیاوړتیا د دې غونډې له مهمې موضوګانې دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د لوی اختر لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر؛ خلک دې له پټاکۍ کارولو ډډه وکړي – کورنیو چارو وزارت

د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.

Published

on

Last Updated on: غبرګولى ۵, ۱۴۰۵

د لوی اختر له رانږدې کېدا سره هم‌مهاله د کورنیو چارو وزارت ډاډ څرګند کړی، چې د هېواد پر کچه د لمونځ‌کوونکو، عیدګاوو او عامه ځایونو د امنیت لپاره ځانګړي امنیتي تدابیر نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاندعبدالمتین قانع د لوی اختر په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې امنیتي ځواکونه د اختر په ورځو کې د خلکو د امنیت ټینګښت لپاره بشپړ چمتووالی لري او په بېلابېلو سیمو کې ځانګړي امنیتي پلانونه پلي کېږي.

دغه راز د یاد وزارت د ویاند مرستیال بسم الله حبیب ویلي؛ امنیتي ځواکونه به په عیدګاوو، جوماتونو، لویو لارو، پارکونو او نورو تفریحي ځایونو کې پراخ حضور ولري، چې خلک وکولی شي د اختر مراسم امن او آرامه ونمانځي.

هغه زیاته کړې؛ د دغو تدابیرو موخه د خلکو لپاره د خوندي چاپېریال برابرول او د هر ډول احتمالي ګواښ مخنیوی دی.

کورنیو چارو وزارت له ځوانانو او تنکیو ځوانانو غوښتي، چې د خلکو د ځورونې د مخنیوي لپاره له پټاکیو او نورو اور اخیستونکو توکو له کارولو ډډه وکړي.

دغه وزارت ټینګار کړی، چې له امنیتي ځواکونو سره د خلکو همکاري د اختر د ورځو په آرامه او خوندي تېرېدا کې اړینه ونډه لري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!