Connect with us

تازه خبرونه

بنیاد بیات په کندوز ولایت کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

خپور شوی

د

د بیات بنیاد د مرستو په لړ کې د کندوز ولایت له اړمنو، مهاجرینو او د طبیعي پېښو له قربانیانو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.

 د هېواد په شمال ختيځ کې د بنياد بیات استازي خیرمحمد سلجوقي وايي: اقتصادي وضعیت او راتلونکي ژمي ته پر کتو د بنیاد بیات مشرتابه پلاوي د کندوز ولایت له مستحقو او اړو کسانو سره د ژمنیو مرستو یوه ټاکلې اندازه په پام کې نیولې ده.

خیرمحمد سلجوقي زیاته کړې، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، جمپرونه او کمبلې شته، چې له یوې  سروې وروسته اړمن کسان پېژندل شوي او یادې مرستې پرې ووېشل شوې.

د مرستې ترلاسه کوونکي او د کندوز ځايي چارواکي د بنیاد بیات د ژمنیو مرستو د وېش له پیل هرکلی کوي او له نورو سوداګرو او خیریه بنسټونو غواړي، چې له اړمنو کسانو سره دې مرستې وکړي.

د دغو مرستو ترلاسه کوونکی سلیم وایي: زه معلول یم. زما دواړه پښې پرې شوې دي. له بنیاد بیات څخه مننه، چې په دې ژمي کې یې د بې‌وزلو او خوارو خلکو غم خوري او له مونږ سره یې مرسته وکړه.

​ د مرستې ترلاسه کوونکي زمرد وایي: خدای دې تاسې ته برکت درکړي. مونږ بې‌وسه خلک یوو. مونږ هیڅ نه‌لرو. در په در خاورې پر سر یوو. خدای دې دوی ته جنت ورکړي، چې له مونږ سره مرسته کوي.

په شمال ختیځ زون کې د دغه بنسټ مسوولین وايي، چې نورو ولایتونو ته هم د بنیاد بیات د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ دوام لري.

بنیاد بیات د خپلو نورو مرستو تر څنګ هر کال په ژمي کې د  طبیعي پېښو له زیانمنو او اړمنو کسانو سره مرستې کوي.

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading

تازه خبرونه

پاکستان په کندهار او خوست کې هوايي بریدونه کړي

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

Published

on

نن پنجشنبه( د تلې دوه‌یمه) سهار وختي پاکستاني پوځي الوتکو د کندهار ښار او د خوست ولایت په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه کړي دي.

د یوې سرچینې په خبره، په کندهار ښار کې د برید هدف مرکزي سیمې وې؛ خو په دغو بریدونو کې چاته ځاني زیان نه‌دی اوښتی.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، پاکستاني الوتکو د خوست په مرکز کې هم پر ځینو سیمو بریدونه کړي دي؛ خو د دغو بریدونو د دقیقو هدفونو او د احتمالي زیانونو په اړه لا ډېر جزئیات خپاره شوي نه‌دي.

د تازه بریدونو احتمالي زیانونو په اړه جزئیات به وروسته خپاره شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!