تازه خبرونه
بنیاد بیات په کندوز ولایت کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د بیات بنیاد د مرستو په لړ کې د کندوز ولایت له اړمنو، مهاجرینو او د طبیعي پېښو له قربانیانو سره ژمنۍ مرستې ترسره شوې.
د هېواد په شمال ختيځ کې د بنياد بیات استازي خیرمحمد سلجوقي وايي: اقتصادي وضعیت او راتلونکي ژمي ته پر کتو د بنیاد بیات مشرتابه پلاوي د کندوز ولایت له مستحقو او اړو کسانو سره د ژمنیو مرستو یوه ټاکلې اندازه په پام کې نیولې ده.
خیرمحمد سلجوقي زیاته کړې، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وریجې، جمپرونه او کمبلې شته، چې له یوې سروې وروسته اړمن کسان پېژندل شوي او یادې مرستې پرې ووېشل شوې.
د مرستې ترلاسه کوونکي او د کندوز ځايي چارواکي د بنیاد بیات د ژمنیو مرستو د وېش له پیل هرکلی کوي او له نورو سوداګرو او خیریه بنسټونو غواړي، چې له اړمنو کسانو سره دې مرستې وکړي.
د دغو مرستو ترلاسه کوونکی سلیم وایي: زه معلول یم. زما دواړه پښې پرې شوې دي. له بنیاد بیات څخه مننه، چې په دې ژمي کې یې د بېوزلو او خوارو خلکو غم خوري او له مونږ سره یې مرسته وکړه.
د مرستې ترلاسه کوونکي زمرد وایي: خدای دې تاسې ته برکت درکړي. مونږ بېوسه خلک یوو. مونږ هیڅ نهلرو. در په در خاورې پر سر یوو. خدای دې دوی ته جنت ورکړي، چې له مونږ سره مرسته کوي.
په شمال ختیځ زون کې د دغه بنسټ مسوولین وايي، چې نورو ولایتونو ته هم د بنیاد بیات د ژمنیو مرستو د وېش لړۍ دوام لري.
بنیاد بیات د خپلو نورو مرستو تر څنګ هر کال په ژمي کې د طبیعي پېښو له زیانمنو او اړمنو کسانو سره مرستې کوي.