تازه خبرونه
بهرني استخبارات له يوې مياشتې ډېر د هلمند جنګ غزولی نشي- حيات
په هلمند کې د تېرو شاوخوا لس ورځو راپه ديخوا وسلوالو طالبانو د لښکرګاه ښار پرامنيتي کمربندونو جګړو ته زور ورکړی دی.
د هلمند والي وايي، بهرني استخبارات به ونه شي كولى، چېله يوې مياشتې ډېر د هلمند جنګ ته دوام وركړي.
د هلمند والي حیات الله حيات وايي، په هلمند او يو شمير نورو سيمو كې جګړو؛ ځكه زور اخيستى، چې غواړي د افغانستان وروستې لاسته راوړنې پيكه كړې، خو وسلوال طالبان به هيڅكله خپلې موخې ته ونه رسيږي.
د هلمند والي زیاتوي؛ د بروکسل وروستي کنفرانس ترڅنګ په هېواد کې ځينې نور اقتصادي پرمختګونه هغه عوامل دي، چې وسلوالو د سيمې د استخباراتو په لارښوونه د نورو ولايتونو ترڅنګ په هلمند کې هم خپلې جګړې ته زور ورکړی دی.
هغه وايي ښايي دا جګړه په همدې شدت شاوخوا څلوراوونۍ نوره هم دوام وکړي او له هغې وروسته به دا جګړه سړه شي او د وسلوالو طالبانو زوال به پيل شي.
د ۲۱۵ ميوند قول اردوقومندان بريد جنرال ولي محمد احمدزی وايي، چې وسلوالو طالبانو تر اوسه پورې خپلې موخې نه دي ترلاسه کړي.
د پوليسو د ۵۰۵ بست زون قومندان مل پاسوال محمد حکیم انګار وایي وسلوالو طالبانو ته سخت ګذارونه ورکړ شوي او اوس هم ترهوايي او ځمکنيو بريدونو لاندې دي.
بايد وويل شي، چې د پنجشنبې په ورځ هم د لښکرګاه په بولان سيمه كې د درېيمې حوزې په سيمه کې د سخته جګړه روانه وه .
۲۱۵ ميوند قول اردود مطبوعاتي دفترپه وينا؛ په همدې جګړه کې ۳۶ وسلوال طالبان وژل شوي،۱۷ ټپيان او۴ ژوندي نيول شوي او په هوايي بريدونو کې د طالبانو څلورموترهم له منځه وړل شوي دي.
خبریال:نعمت الله زهير
تازه خبرونه
بیجینګ دې له کابل سره د ترهګرۍ په اړه خبرې وکړي – اسلامآباد
د پاکستان د پلان او پراختیا وزیر احسان اقبال ويلي، اسلامآباد له بیجینګ غواړي، چې له کابل سره د تروریزم پر موضوع خبرې وکړي.
احسان اقبال له امریکا غږ سره په مرکه کې، چې نن یکشنبه (د غویی دېرشمه) خپره شوې؛ ویلي، پاکستان په افغانستان کې د میشتو ترهګرو ډلو په اړه اندېښنه لري، چې له دغه هېواده بهر ترهګریز فعالیتونه کوي.
هغه زیاته کړې: هغه ترهګر، چې د چینايي کارګرانو پر وړاندې یې وروستۍ پېښه کړې هم له افغانستان راغلي؛ نو زما په اند دا د اندېښنې وړ دي. مونږ هیله لرو، چې چین به هم افغانستان قانع کړي؛ ځکه افغانان هم په سیمه کې د چین واکمنۍ ته غوږ نیسي.
دغه پاکستاني چارواکي ویلي؛ په افغانستان کې د کړکېچ له کبله پاکستان ندی توانېدلی، چې په خپلو بېخبناوو کې پانګونه وکړي.
هغه افغانستان ته په نغوته کې ویلي، چې پاکستان له چین سره هوکړه کړې، چې د چین – پاکستان اقتصادي دهلیز په پروژه کې درېیم هېواد هم شامل کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم اسلامي امارت د پاکستانيو چارواکو اړوند امنیتي تورونه رد کړي.
تازه خبرونه
په فاریاب کې سیلابونو ۱۸ کسان مړه او سلګونه کورونه ویجاړ کړل
د کډوالو او راستنیدونکیو چارو وزارت څرګنده کړی، چې په فاریاب ولایت کې تېره شپه سېلابونو ۱۸ کسان مړه او دوه نور ټپیان کړي دي.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیلابونو په پښتونکوټ، المار، قیصار، بلچراغ، خیبر او دولتآباد ولسوالیو کې راوتلي دي.
د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سېلابونو له کبله ۵۶۰ کورونه، ۸۵۰ جریبه کرنیزه ځمکه، ۱۱۰ پلورنځي او یو ګرځنده روغتیایي مرکز ویجاړ شوي دي.
ویل کیږي، چې ۳۰۰ څاروي او دوه زره میوه لرونکې ونې له منځه تللې دي.
تازه خبرونه
له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون په رسمي جریده کې خپور شو
د اسلامي امارت د عدلیې وزارت د څرګندونو له مخې؛ د سوالګرو راټولولو او له سوالګرۍ څخه د مخنیوي قانون، چې په یوه مقدمه، ۳ فصلونو او ۲۷ مادو کې ترتیب شوی؛ د اسلامي امارت رهبر مولوی هبة الله اخوندزاده توشیح کړی او په رسمي جریده کې خپور شو.
د عدلیې وزارت ويلي؛ د دغه قانون له مخې روغ، کاسب او هغو کسانو لپاره، چې د یوې ورځې د خوراکي توکو د برابرولو وړتیا لري، سوال کول منع دي.
دا قانون د سوال کولو لپاره د ماشومانو او معلولینو کارول هم منع کوي.
د دغه قانون له مخې: هغه مسلکي سوالګر، چې د خلکو د خواخوږۍ د جلبولو په موخه له ماشوم، لیوني او معيوب څخه کار اخلي؛ د محکمې لهخوا پر يوه مياشت بند محکومېږي او تنظيموونکي يې تر شپږ مياشتو پورې پر بند محکومېږي.
په ۱۴۰۱ لمریز لېږدیز کال کې، د اسلامي امارت مشر د سوالګرو راټولولو امر وکړ، چې تر اوسه په لسګونو زره سوالګر راټول او په اړه یې بېلابېلې پرېکړې شوې دي.
-
لوبی5 days ago
د کابل کرکټ غوره لیګ لوبغاړو د داوطلبۍ مراسم ترسره شول
-
تازه خبرونه5 days ago
په ننګرهار کې د ناکامورا کانال پروژه بشپړه شوه
-
سوداگري3 days ago
د صنایعو او سوداګرۍ وزارت چارسمبالي د تاتارستان له ولسمر سره وکتل
-
د هوا حالاتو بدلونونه4 days ago
په تېرو ۲ زره کلونو کې د تېر کال اوړی له ټولو تود و – څېړنه
-
سیمه ییز خبرونه4 days ago
پر رفح د اسرائیلو بریدونه په نړیواله محکمه کې ارزول کیږي
-
تازه خبرونه5 days ago
په روزګان کې د ماین پاکۍ موسسې یو کارکوونکی د ماین چاودنې له کبله ووژل شو
-
تازه خبرونه3 days ago
د تورخم لار لنډمهاله تړل کیږي
-
نړۍ3 days ago
اروپايي ټولنې روسي رسنۍ هم د بندیزونو په نوملړ کې ورزیاتې کړې