سوداگري
بهرني شرکتونه او سوداګر باید په افغانستان کې پانګونه وکړي – اسلامي امارت
د سې شنبې پر ورځ ( د کب ۲۳) په سپیدار ماڼۍ کې د افغانستان اسلامی امارت د ریاست الوزرا سیاسی مرستیال مولوی عبدالکبیر له دوه چینایي سوداګرو سره وکتل.
د ریاست الوزرا په خبرپاڼه کې راغلي، چې چینايي سوداګرو لومړی د افغانستان له امنیت څخه خوښي څرګنده کړه او په بېلابېلو برخو کې یې پانګونې ته په نغوته کې ویلي، دوی په اقتصادي برخه کې له افغانستان سره همکاریو ته چمتوالی لرو.
دوی ویلي؛ اوس چې کاري وړتیا او شونتیا برابره شوې، اسلامي امارت غواړي د چینایي او خصوصي سوداګریزو شرکتونو په همکارۍ د سړکونو او لویو لارو په جوړولو کې پانګونه وکړي.
د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر چینايي سوداګرو ته د ښه راغلاست پرمهال ویلي، اسلامي امارت د پانګوالو لپاره د اسانتیاوو برابرولو ته ژمن دی.
همدارنګه مولوي عبدالکبیر د چین او افغانستان مثبتو اړیکو ته په نغوته کې وایي، چې افغانستان د چینايي سوداګرو پانګونې ته لیواله دی او د دغه هېواد ټولو شرکتونو او سوداګرو ته بلنه ورکوي، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.
