تازه خبرونه

بهرنیو سفیرانو د افغان میرمنو لاسته راوړنې وستایلې

Published

on

(Last Updated On: کب ۱۸, ۱۳۹۹)

د نړیوالې ټولنې د سفیرانو ډلې په افغانستان کې د دوشنبې پر ورځ ( د کب ۱۸/ د مارچ ۸) له افغان میرمنو بشپړ ملاتړ په ډاګه کړ او د سولې او هوساینې لپاره یې د دوی ژمنتیا وستایله.

د نړیوالې ټولنې د سفیرانو په یوه لیک کې، چې د دوشنبې پر ورځ خپور شوی؛ د ښځو نړیوالې ورځې په ویاړ ویلي، چې دوی د افغان میرمنو ځواکمنتیا، پیاوړتیا او ژمنتیا نمانځي.

دې ډلې څرګنده کړې: سږکال د پخوا په پرتله د زیانونو کچه ډېره لوړه ده؛ ځکه، نو افغانان د تاوتریخوالي د پای ته رسولو او تلپاتې سولې ته ډېر کار کړی دی.

دوی د اوربند لپاره د افغان میرمنو له غږ پورته کولو تل ملاتړ کړی او موخه ییزې وژنې غندو؛ ځکه، چې افغان میرمنې ترې ډېرې ځورېږي او کړېږي.

دې ډلې ویلي، چې دوی له هغو څرګندونو ملاتړ کوي، چې د میرمنو لاسته راوړنې د سولې په خبرو اترو او سیاسي جوړجاړي کې خوندي کیږي.

له همدې کبله مونږ د افغان سیمه ییزو او نړیوالو علماوو له هغو څرګندونو هرکلی کوو، چې په اسلام کې د ښځو د حقونو درناوی تائیدوي.

دې ډلې په جګړو کې له ټولو ښکېلو لوریو وغوښتل، چې د ښځو لپاره په رهبرۍ او د سولې په جوړښتونو کې نوره ونډه هم وذرکړي.

Trending

Exit mobile version