تازه خبرونه
بهرنیو چارو وزارت ته نږدې چاودنې زیانونه اړولي
Last Updated on: مرغومی ۲۹, ۱۴۰۱
د چارشنبې پر مازیګر ( د مرغومي ۲۱ ) په کابل کې د بهرنیو چارو وزارت ته څېرمه چاودنې مرګ و ژوبله رامنځته کړې ده.
د کابل امنیه قومندانۍ ویاند خالد ځدراڼ وايي، په دې چاودنه کې پېنځه ملکي وګړي وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.
تر اوسه کوم کس یا ډلې د دې چاودنې مسوولیت پر غاړه ندی اخیستی.
خالد ځدراڼ تویت کړی: اسلامي امارت پر مسلمانانو دا ډول بې هدفه او بزدلانه برید غندي او ان شاءالله، چې عاملین به یې پیدا او د خپلو ناوړه کړنو پر سزا به ورسېږي.
