سیمه ییز خبرونه

بهر ميشتو افغانانو ته له افغان فرهنگ او تاريخ څخه ليريوالى يوه لويه ننگونه ده

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان بهر ميشتو افغانانو ته له افغان فرهنگ او تاريخ څخه ليريوالى يوه لويه ننگونه ده. يو شمېر هغه ځوانان او ماشومان، چې په لويديځو هېوادونو كې ژوند كوي ان خپل افغان هويت يې هير كړى دى.

په امريكا كې يو شمېر افغان بسټونه كوښښ كوي، چې په دغه هېواد كې ميشت افغان ځوانان د خپل كلتور، تاريخ او ژبې زده كړې ته وهڅوي.

په پرديو هېوادونو كې د افغانانو د مهاجرت د مودې اوږدېدو افغانانو ته د خپل  فرهنگ، ژبې او تاريخ په برخه كې ستونزې را منځته كړي، چې دې ستونزې په امريكا كې د يو شمېر افغان بنسټونو اندېښنې را پارولي دي.

د افغان آکادمی رييس نثار احمد ضیا وايي:

په امريكا كې افغان اكاډمۍ يو شمېر افغان پوهان را ټول كړي، چې په دغه هېواد كې ميشتو افغانانو ته د خپل فرهنگ او دودونو په اړه معلومات وركړي.

په امريكا كې ميشت افغانان په داسې حال كې له خپل فرهنگ، ژبې او تاريخ څخه د ليريوالي په اړه اندېښنه ښكاره كوي، چې په هېواد كې د ننه افغانان پر دوى د فرهنگي يرغل له كبله اندېښمن دي.

Trending

Exit mobile version