بی بی سی پښتو
بورېس جانسن ولې په پټو مراسمو کې واده وکړ؟
رپوټونه وايي د بریتانیا لومړي وزیر بورېس جانسن له خپلې کوژدنې کري سیمونډس سره د وېسټمنسټر کتدرال په یوه پټه مېلمستیا کې واده وکړ.
یوشمېر ورځپاڼو ویلي، د واده دا مراسم د شنبې په ورځ یوازې د نژدې خپلوانو او ملګرو په حضور کې ترسره شوي.
ډاونېنګ سټریټ په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د کار او معاوضې وزیرې تیریز کوفي پر ټویټر لیکلي: “بورېس جانسن او کري سیمونډس ته دې نن واده مبارک وي.”
د شمالي ایرلنډ لومړۍ وزیرې ارلین فوسټر هم پر ټویټر دوی ته مبارکي ورکړې ده.
(ده مېل ان سنډې) ورځپاڼې ویلي، د لنډ وخت لپاره- هغه لنډ وخت چې انګلستان کې د کورونا وېروس د محدودیتونو له کبله د خلکو د راغونډېدو اجازه ورکوي- ۳۰ مېلمانه واده ته بلل شوي وو.
ورځپاڼه زیاتوي، د کلیسا د ګوتو په شمېر چارواکو هم د واده د مراسمو چمتووالي کې ګډون کړی و، چې مشري یې ډانیال همفریز کوله.
(ده سن) ورځپانې لیکلي، د ډاونېنګ سټریټ لوی مسئولین په واده هېڅ خبر نه وو.
ورځپاڼه زیاتوي، له عامو خلکو غوښتل شوي وو چې د ګرینوېچ پر وخت له ۱۳:۳۰ بجو وروسته سملاسي له کتدرال ووځي.
۳۳ کلنه سیمونډس چې سپین کمیس یې اغوستی و له لومړي وزیر سره په لیموزین ګاډي کې نیم ساعت وروسته هلته ورسېده.
کري سیمونډس څوک ده؟
په لومړي ځل رسنیو د ۲۰۱۹ کال لومړیو کې د سیمونډس او ۵۶ کلن جانسن ترمنځ د مینې د تار غځولو رپوټ ورکړی و.
دواړه د ۲۰۲۰ کال فبرورۍ کې کوژده وکړه. په تېره اپرېل میاشت کې د ویلفریډ په نوم د دوی ماشوم وزیږېده.