پرمختګ او بشپړتیا
بيات بنياد د ملي راډيو- تلويزيون پركارمندانو مرستې ووېشلې
دا مرسته د بيات بنياد د چارواكو له خوا د ملي راډيو- ټلويزيون د چارواكو په حضوركې ووېشل شوه.
د افغانستان د ملي راډيو- ټلويزيون له يو شمېراړو كارمندانو سره مرسته هم د بيات بنياد د روژې د مباركې مياشتې د مرستو په لړكې راغله، چې د دې بنسټ له سل ډېرو كارمندانو سره د بيات بنياد له خوا مرسته وشوه.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل د مرستو د وېش پرمهال وويل، چې د روژې په مباركه مياشت كې يو غوره كارهم له اړو خلكو سره مرسته ده.
د ملي راډيو- ټلويزيون مرستيال جلال محمودي د روژې په مباركه مياشت كې د بيات بنياد دا كاروستايه او د هغه د دوام غوښتنه يې وكړه.
يو شمېرمرسته شوي كسان د بيات بنياد په دې كار خوښ شول .
بيات بنياد په تېرو كلونو كې هم د روژې په مباركه مياشت كې پر اړو خلكو غذايي توكي وېشلي او په روانه مياشت كې هم سلگونه كورنۍ تردې پروگرام لاندې راغلي ، چې په ولايتونو كې هم دوام لري.