Connect with us

تازه خبرونه

بيات بنياد په ننگرهار كې د زلزلې له ټپيانو سره نغدي مرسته وكړه

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

bayat

تېره دوشنبه د سترگو په رپ کې زاړه دیوالونه راونړیدل او د ډېرو افغانانو  هډونه یې پرې کړل.

غم د هغو ډېر دی، چې هم یې کور وران شو او هم د خپل ټپي وجود د درملنې وس نه لري؛ خو بیات بنیاد هغه بنسټ دی، چې هر کله یې د سختې پر وخت یې هېواد والو ته د مرستې لاس ورکړی دی.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل د ننگرهار په مرکزي روغتون کې د زلزلې د ټپیانو پوښتنه وکړه او له هر یوه سره یې د درملنې لپاره نغدي مرسته وکړه.

زلزلې په کورنو، ښوونځیو او جوماتو کې خلکو ته ډېر ځاني زیان اړولی دی.

د زلزلې ډېر ټپیان بېوزله ښځې او ماشومان دي.

دوی د بیات بنیاد له مرستو حوشحاله دي او له نورو خیریه بنسټونو هم غواړي، چې ورسره مرسته وکړي.

د ننگرهار دعامې روغتیا مرستیال داکتر افندي پاچا وايي، ترخپلې وسې د ټپیانو د درملنې له پاره هلې ځلې کوو؛ خو داسې ټپیان هم شته، چې درملنه یې د دوی له وس وتلې ده.

هغه وايي، بیات بنیاد لوړنی خیریه بنست دی، چې د زلزلې له ټپیانو سره یې نغدي مرسته وکړه.

دبیات بنیاد خیریه بنسټ له دې یوه ورځ مخکې د ننگرهار په کامه کې پر سلگونه زلزله ځپلیو کورنیو جنسي مرستې وېشلي وې.

د تېرې اوونۍ زلزلې  په ننگرهار کې یو سل و اته ویشت  کسان مړه او یو سل و دوه څلوېښت ټپیان کړل، چې په ټپيانو  کې ډیر یې د خپلې درمنلې وس نه لري.

 یاد  بنسټ د تېرې یوې لسیزې راهیسې د بېوزله او طبیعي پيښو له ځپل شویو کورنیو سره مرستې کوي او ترڅنگ یې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې لسگونه ښوونځي، روغتونونه او د لوبو ډگرونه هم جوړې کړي، چې  اوس هم دا لړۍ  روانه ده..

خبریال: رحمت الله زیارمل.

Advertisement

تازه خبرونه

د تېرو ۴ ورځو بارانونو له کبله ۸ کسان مړه شوي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند ملا جانان سایق ويلي؛ په تېرو ۴ ورځو کې د بارانونو او سېلابونو له کبله ۸ کسان مړه شوي، درې ټپیان دي او شل هکتاره کرنیزه ځمکه ویجاړه شوې ده.

ملا جانان سایق دا هم ویلي، چې په هېواد کې د وروستیو اورښتونو له کبله ۱۴۰ کورونه بشپړ او یا څه ناڅه ویجاړ شوي او ۲۰ کیلومټره سړکونه سیلابونو وړي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ ٣٠ څاروي هم له منځه تللي دي.

د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې وزارت ویاند زیاته کړې: له نېکه‌مرغه وروستیو اورښتونو په هېواد کې د اوبو کچه لوړه کړې، د ځمکې لاندې اوبه راپورته شوي او کروندګر خوښ دي.

ویل کیږي، چې د طبیعي پېښو  پر وړاندې د  دولت وزارت په ولايتونو کې خپلو ټولو رياستونو ته سپارښتنه کړې، چې د پېښې قربانيانو ته د لاس‌رسي لپاره له خپلو ټولو امکاناتو کار واخلي.

Continue Reading

تازه خبرونه

د بغلان ولایت د غوري سمنټو تولید زیات شوی

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۰, ۱۴۰۳)

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت چارواکو ويلي، چې په ۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال ۱۵۰ زره ټنه غوري سمنټ تولید شوي او هڅه کوي، چې سږ کال یې د تولید کچه ۱۸۰ زره ټنو ته ورسوي.

په بغلان ولايت کې د غوري سمنټو شرکت د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ په دې شرکت کې د سمنټو توليد زيات شوى دى.

د بغلان غوري  سمنټو د  شرکت مالي او اداري مرستیال عبدالوکیل قیومي ویلي؛ تېر کال مو ۱۵۰ زره ټنه سمنټ تولید او بازار ته وړاندې کړل. له نېکه مرغه په ​​۱۴۰۲ لمریز لېږدیز کال کې مونږ له ۲۰۰ میلیون افغانیو څخه زیاتې پیسې درلودې.

د بغلان د غوري سمنټو شرکت د بسته بندۍ څانګې مدیر محمد طاهر د تولیدي وړتیاوو لوړولو لپاره هڅې روانې دي، چې له لوړېدو سره به یې هره ورځ ۱۰۰۰ بورۍ سمنټ تولید شي.

محمد طاهر وایي: اوس‌مهال، زمونږ څلور داشونه فعال دي او په څلیریشت ساعتونو کې نږدې له ۱۰۰۰ څخه تر ۱۲۰۰ ټنو سیمنټ تولیدوو او ۷۵۰ کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.

د دې شرکت کارکوونکی حکیم وایي؛ له پانګوالو غواړو، چې په هېواد کې پانګونه وکړي او ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي.

د بغلان غوري سمنټو شرکت يوه بلف کارکوونکي محمد يوسف ويلي: بايد په هېواد کې څو نورې کارخونې جوړې شي، چې د سمنټو واردات لږ شي او له خپلو توليداتو ګټه واخلو.

د بغلان ولایت د غوري سمنټو شرکت شاوخوا ۴۰ کاله مخکې  جوړ شوی او په افغانستان کې د سمنټو د تولید له سترو شرکتونو څخه شمېرل کیږي، چې د مدیریت چارې یې د ملي پرمختیايي شرکت له‌خوا ترسره کیږي.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!