تازه خبرونه

بي بي سي پارسي رادیو له ۸۲ کلونو خپرونو وروسته بندیږي

Published

on

نن (یکشنبه د وري شپږمه) له ۸۲ کلونو خپرونو وروسته بي بي سي پارسي شبکه خپلې رادیوي خپرونې بندوي.

بي بي سي نړیوالې شبکې څرګنده کړې، چې د ستراتیژیکو بدلونونو له مخې غواړي پر دیجیتل څانګو راوڅرخېږي.

په افغانستان کې د بي بي سي راديو پارسي خپرونې په ځانګړي توګه په کلیو او بانډو کې ډېر مينه‌وال لرل.

د بي بي سي پارسي راديو د پېښو او شخړو د پوښښ له کبله په افغانستان، ايران او تاجکستان کې ډېر اورېدونکي درلودل.

ظاهر طنین، مینه بکتاش او عبدالله شادان د بي بي سي پارسي رادیو له لومړنیو وړاندې کوونکیو څخه ول.

د يادونې ده، چې بي بي سي پارسي راديو په اړوند سیمو کې ٨٢ کلن تاريخ لري او له دوه‌يمې نړيوالې جګړې وروسته یې خپرونې پیل کړې وې.

Trending

Exit mobile version