تازه خبرونه

بګرام د امریکایي سرتېرو لپاره پر ادیره بدلیدلی شي – د ایران پارلمان غړی

زهره‌وند، چې په افغانستان کې د ایران سفیر هم و؛ له ایراف خپرونې سره په مرکه کې ویلي، چې واشنګټن له بګرام څخه پر “بیړه وتلو” له کبله ناکام شو او اډې ته د بېرته راستنېدا هڅه د دغې ناکامۍ د جبرانولو هڅه ده.

Published

on

د ایران پارلمان د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسۍ کمیسیون غړی ابوالفضل زهره‌وند ګواښ کړی، چې بګرام هوايي اډې ته د امریکایي ځواکونو احتمالي راستنېد کولی شي د سیمې هېوادونو ګټې له خطر سره مخ او په افغانستان او ګاونډ هېوادونو کې د “ناامنۍ مرکز” رامنځته کړي.

زهره‌وند، چې په افغانستان کې د ایران سفیر هم و؛ له ایراف خپرونې سره په مرکه کې ویلي، چې واشنګټن له بګرام څخه پر “بیړه وتلو” له کبله ناکام شو او اډې ته د بېرته راستنېدا هڅه د دغې ناکامۍ د جبرانولو هڅه ده.

د زهره‌وند د څرګندونو له مخې؛ بګرام یو ژیوسټراټیژیک موقعیت لري او د روسیې، چین او ایران پر وړاندې د امریکا لپاره د “خنجر” په توګه کار کوي؛ دې موضوع د بیجینګ او مسکو ګواښ هم راپورته کړې دي.

دې پخواني ډیپلوماټ ټینګار کړی؛ دا احتمال هم شته، چې اسلامي امارت به د افغانستان خاورې ته د امریکایي سرتېرو د بیا ننوتلو اجازه ورنکړي؛ خو واشنګټن کولی شي د مالي مرستو فشار یا د پاکستان د ظرفیت کارولو له لارې پر اسلامي امارت له فشار راوړلو ګټه پورته کړي.

هغه وړاندویېنه کړې، چې که تاوتریخوالی زیات شي؛ ایران، روسیه، چین، تاجکستان او ازبکستان به د امریکا له پالیسیو سره د ډغرې نوي پړاو ته ورننوځي.

زهره‌وند خبرداری ورکړی: ” که دا هېوادونه د امریکا په اړه جدي وي؛ نو بګرام د امریکایي سرتېرو لپاره پر ادیره بدلیدلی شي.”

په دې وروستیو کې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې واشنګټن د بګرام اډې د بېرته نیولو هڅې پیل کړې دي. هغه دا ګواښ هم کړی، چې که بګرام امریکا ته ونه‌سپارل شي؛ نو بدې پېښې به رامنځته شي.

دا په داسې حال کې ده، چې اسلامي امارت ویلي وه؛ د افغانستان د ځمکني بشپړتیا په اړه خبرې اترې ناشونې دي.

Trending

Exit mobile version