تازه خبرونه

بیات بنیاد د سروبي ولسوالۍ له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۳۹۹)

بیات بنیاد په روژه کې د ګرځبندیز له کبله د کابل ولایت د سروبي ولسوالۍ له سلګونه زیانمنو او اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرستې وکړې.

بیات بنیاد د خوراکي توکو د مرستو د وېش په لړ کې دا ځل د کابل د سروبي ولسوالۍ خلکو ته مرستې ورسولې.

د بیات بنیاد کارکوونکي میرویس هاشمي ويلي؛ د سروبي ولسوالۍ اړمنو او له ګرځبندیزه زیانمنو کورنیو ته اوړه، غوړي، وریځې او روغتیايي توکي ووېشل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې د بیات بنیاد د مرستو د خوراکي، روغتیایي او ودانیزو توکو دوېش لړۍ د هېواد په نورو ولایتونو کې هم روانه ساتل شوې ده.

د سروبي ولسوال ویلي، د بیات بنیاد مرستې کولی شي د خلکو لومړنۍ اړتیاوې پوره کړي.

د سروبي ولسوال گوهر خان بابري له بیات بنیاده مننه کوي او وایي، چې دا بنیاد تل خلکو ته د خپلو مرستو لړۍ رسوي.

دی له نورو سوداګرو هم غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو کورنیو سره مرستې وکړي.

کومو کورنیو، چې مرستې تر لاسه کړي وایي، بیات بنیاد هر کال د  سروبي ولسوالۍ خلکو ته ډول ډول مرستې رارسولي دي.

بیات بنیاد د قرنطین په ورځو او روژه کې د هېواد د ښارونو او ولسوالیو له اړمنو کسانو سره د خوراکي، روغتیايي او ودانیززو توکو مرستې کړي او د کرونا د مخنیوي لپاره یې د کابل ښار او ځینو ولایتونو سړکونه او کوڅې نه یوازې پر عفوني ضد درملو پاکې کړي، بلکې د عامه پوهاوي لسګونه زره پاڼې او ماسکونه یې هم پر خلکو وېشلي دي.

Trending

Exit mobile version