تازه خبرونه
بیات بنیاد د کابل ښار د اوومې ناحیې پر اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل
بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار د اوومې ناحیې د اړوند سیمې پر لسګونه اړمنو او بېوزلو کورنیو خوراکي توکي ووېشل.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل د دغو مرستو په تړاو وايي: هر کال په ژمي کې مرستې وېشل کېږي. له نېکه مرغه، چې د کابل په څو سیمو کې مو مرستې ووېشلې او نن د کابل ښار اوومې ناحیې ته راغلو او پر یو شمیر مستحقو کسانو خوراکي توکي ووېشل شول.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وايي؛ په دغو مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي شته او پر هغو کورنیو ووېشل شول، چې د بیات بنیاد د سروې د ډلې لخوا مستحقې پېژندل شوې وې.
حاجي محمد اسماعیل زیاته کړې؛ دغه مرستې به د ژمي تر پایه په کابل او د هېواد په نورو ولایتونو کې له اړو کورنیو سره روانې وي.
په ورته وخت کې هغه کسان، چې دغه مرستې یې ترلاسه کړي له نورو مرستندویه بنسټونو څخه هم غوښتنه کوي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړمنو سره مرسته وکړي.
یوه مرسته اخیستونکي ویلي: زمونږ خلک خورا بېوزله دي او هره هغه اداره، چې مرسته کوي؛ اجر ترلاسه کوي.
یو بل مرسته شوی وایي: ټول وزګار دي او د خلکو اقتصادي وضعیت خراب دی؛ خلک ډوډۍ نلري؛ مونږ له ټولو بنسټونو څخه غوښتنه کوو، چې په ورته ډول له اړمنو خلکو سره مرسته وکړي.
په تېره یوه میاشت کې د بیات بنیاد د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې سلګونه اړمنو او بېوزله کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته کړې او د مرستې دا لړۍ به ټول ژمی روانه وي.