تازه خبرونه

بیات بنیاد د کابل ښار د شپږمې ناحیې اړمنو کسانو ته خوراکي توکي ووېشل

Published

on

(Last Updated On: سلواغه ۴, ۱۴۰۱)

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې لسګونه اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل.

په افغانستان کې خلک د اقتصادي ستونزو، بېوزلۍ او لوږې د ډېریدو له کبله د ژوند له سخت کړاو سره مخ شوي دي.

بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار د شپږمې ناحیې پر لسګونو اړمنو او بېوزله کورنیو خوراکي توکي ووېشل.

د بیات بنیاد مسوولین وايي؛ په دې مرسته کې اوړه، وريجې او غوړي شته، چې موخه یې له اړمنو سره مرسته ده.

د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل وایي؛ له نېکه‌مرغه سږ کال مو ژمنۍ مرستې له مرکز څخه پیل کړې. ان شاالله نورو ولایتونو ته به د مرستو لړۍ ورسیږي. نن د کابل لویديځ ته راغلو او پر يو شمېر مستحقو کسانو اوړه، غوړي او وريجې ووېشل شوې.

هغو اړمنو کسانو، چې دا مرستې ترلاسه کړي؛ له نورو مرستندويه بنسټونو څخه هم غواړي، چې له اړمنو کسانو سره مرستې وکړي.

دوی غواړي، چې په دې سختو او ناوړه اقتصادي شرایطو کې له دوی سره دا مرستې روانې وساتل شي.

بیات بنیاد له جوړېدو راپدیخوا د اړمنو کسانو پر لاسنیوي سربېره په روغتیايي او پوهنیزو څانګو کې هم د پام وړ کارونه ترسره کړي دي.

Trending

Exit mobile version