تازه خبرونه

بیات بنیاد په باميانو کې له سلګونه اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه

Published

on

(Last Updated On: وری ۲۲, ۱۴۰۲)

بیات بنیاد د روژې په مبارکه میاشت کې د بامیان ولایت سلګونه اړمنو کورنیو ته خپل خوراکي توکي ووېشل.

په دغو خوراکي توکو کې اوړه، وريجې او غوړي شته دي.

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې د دغو مرستو موخه له اړمنو کورنیو لاسنیوی او مرسته ده.

دغه خوراکي توکي د يوې سروې له مخې پر هغو کسانو ووېشل شول، چې اړمن پېژندل شوي دي.

په بامیانو کې د بیات بنیاد استازي ویلي: د روژې د مبارکې میاشتې په مناسبت بیات بنیاد پرېکړه کړې، چې نن په بامیان ولایت کې پر مستحقو او اړمنو کورنیو یوه اندازه مرستې ووېشي.

هغه کورنۍ، چې له دغو مرستو برخمنې شوي؛ له مرستو رسولو خوښ دي او د نورو مرستندويه بنسټونو د همکارۍ او مرستو غوښتونکي دي.

بیات بنیاد له تېرو دوه لسیزو راپدیخوا د ټولګټو پروژو، بشري مرستو او د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو سره د مرستې ترڅنګ د روژې په میاشت کې د مرکز په ګډون د ولایتونو له زرګونه اړمنو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرستې کوي.

Trending

Exit mobile version