روغتيا
بیات بنیاد په جمهوريت روغتون کې د سرطاني ناروغۍ د درملنې څانګه جوړه کړه
د جمهوریت روغتون مسوولینو ويلي؛ بیات بنیاد په جمهوريت روغتون کې د ماشومانو د انکالوژۍ ۶ بسترییزه څانګه پر عصري طبي وسایلو سمباله او فعاله کړه.
د دوی د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو د سرطاني ناروغیو د درملنې دا څانګه په دې روغتون کې یو اړین پرمختګ رامنځته کړ.
دوی وایي؛ پر سرطان د اخته ماشومانو د درملنې لپاره مونږ اوس په جمهوریت روغتون کې له عصري طبي وسایلو برخمن شوو او اړوند څانګه بشبړه جوړه او اوس پوره فعاله شوه.
د بیات بنیاد د مسوولینو د څرګندونو له مخې؛ د ماشومانو د آنکالوژۍ په دې څانګه کې پر سرطان د اخته هغو ماشومانو درملنه کیږي، چې کوما ته تللي وي.
د بیات بنیاد رییس ډاکټر احسان الله بیات وايي؛ دا څانګه د یوې میاشتې په موده کې جوړه شوې، چې شپږ بستره لري او پر عصري طبي وسایلو، د اکسیجن د تولید ماشینونونو، التراساوند او د حیاتي نښو د مانیتور ماشینونو سمباله شوې ده.
داکتر احسان الله بیات وايي، چې د دغه بنسټ پر مرسته به په کابل کې د مور او ماشوم د درملنې لپاره څانګړی روغتون جوړ کړی او ډېر ژر به یې پر عصري طبي وسایلو سمبال کړي او وروسته به یې پرانیزي.
د عامې روغتیا وزارت په جمهوريت روغتون کې د ماشومانو د آنکالوژۍ د څانګې جوړول په اوسني وضعیت کې یو ښه روغتیایي اړین پرمختګ بولي او وايي، چې دې څانګې ته بېړنې اړتیا وه.
د عامې روغتیا وزارت د پالیسۍ او پلان مرستیال محمد حسن غیاثي زیاته کړې، چې په وروستیو کلونو کې د آنکالوژۍ څانګې ته لازمه پاملرنه نده شوې، چې له کبله یې پر سرطان اخته ماشومانو درملنه ستونزمنه شوې وه.
د جمهوریت روغتون رييس خان محمد اکرمي د بيات بنياد له همکارۍ څخه د مننې تر څنګ ويلي؛ اوس د ماشومانو د آنکالوژۍ د څانګې له جوړېدو سره به هغه ناروغان، چې د کيموتراپي پر مهال له شاک سره مخ کېږي او کوما ته ځي؛ په دې روغتون کې به بستر او درملنه به یې کېږي.
د چارواکو د معلوماتو له مخې؛ هره ورځ لسګونه ماشومان د کیموتراپي لپاره دغه روغتون ته راځي او یو شمېر دغه ماشومان د کیموتراپۍ پر مهال له شاک سره مخ کېږي او کوما ته ځي.
بیات بیناد په سلګونه کارتنه ځواکمن خوراکي توکي، چې یو سلو یوپنځوس زره او دوه سوه کڅوړې کیږي؛ د جمهوریت روغتون خوارځواکو ماشومانو ته د وېشلو لپاره وسپارل.