تازه خبرونه
بیات بنیاد په ننګرهار ولایت کې له جبري راستانه شویو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه
د بيات بنياد مسوولينو ويلي، چې دې بنسټ په ننګرهار ولایت کې له پاکستان څخه پر لسګونو جبري ایستل شویو کورنيو اوړه، غوړي او وريجې ووېشلې.
د بيات بنياد مرستيال حاجي محمد اسماعيل وایي: له نېکهمرغه نن ننګرهار ولايت ته راغلي یوو، چې پر يو شمېر مستحقو کډوالو مرستې ووېشل شي.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ بیات بنیاد په ننګرهار ولایت کې لږ تر لږه له پنځوس کورنيو سره له يوې رڼې سروې وروسته د وريجو ،غوړيو او اوړو مرسته وکړه.
راستانه شویو کډوالو د مرستې له دې بهیره خوښي ښودلې او وایي، چې په بد وضعيت کې يې د بيات بنياد بنسټ له لورې لاسنيوی کيږي.
دغه راز دوی له نورو مرستندویو بنسټونو هم وغوښتل، چې د دوي لاسنيوی وکړي.
د یادونې ده، چې بيات بنياد نه يوازې له راستانه شویو کډوالو سره مرسته کوي، بلکې اوسمهال يې د هېواد په بېلابېلو ولايتونو کې له بېوزله او اړمنو کورنیو سره د ژمنيو مرستو لړۍ هم روانه ساتلې ده.