تازه خبرونه
بیات بنیاد په کابل کې سلګونو بېوزله او اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشلې
د بیات بنیاد مسوولینو ویلي؛ په دغو مرستو کې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي، چې د هېواد ټولو ولايتونو ته به ورسېږي او د ژمي د موسم تر پايه به دا لړۍ روانه وي.
له اړو او بېوزلو کورنیو سره د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار پر سلګونو اړمنو کورنیو خپلې مرستې ووېشلې.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي: د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې مو د یو شمېر ولایتونو پر بېوزلو مرستې وېشلې. له نېکه مرغه نن هم په کابل کې یوو او پر یو شمېر اړمنو او بې ځایه شویو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشو.
د بيات بنياد مرستيال ویلي، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، کمبلې، جمپرونه او جرابې شاملې دي. دغه مرستې د دغه بنسټ له لوري پر هغو مستحقو کسانو ووېشل شوې، چې مخکې یې سروې شوې وه.
دا اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو خوښې دي؛ خو له نورو مرستندویه بنسټونو هم د همکارۍ غوښتونکي دي، چې په دې سختو شرايطو کې له اړمنو سره مرسته وکړي.
مرسته شوي کسان وايي؛ د بیات بنیاد مرستې په داسې حال کې ورته رسیدلي، چې خلک په رښتیا هم له سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
بیات بنیاد په دې وروستیو کې له پاکستان څخه راستنو شویو کورنیو او په ولایتونو کې بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خپلې مرستې رسولي دي.