تازه خبرونه
بیات بنیاد په کابل کې سلګونو بېوزله او اړمنو کورنیو ته مرستې ووېشلې
د بیات بنیاد مسوولینو ویلي؛ په دغو مرستو کې خوراکي او غير خوراکي توکي شامل دي، چې د هېواد ټولو ولايتونو ته به ورسېږي او د ژمي د موسم تر پايه به دا لړۍ روانه وي.
له اړو او بېوزلو کورنیو سره د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې د کابل ښار پر سلګونو اړمنو کورنیو خپلې مرستې ووېشلې.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل ویلي: د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو په لړ کې مو د یو شمېر ولایتونو پر بېوزلو مرستې وېشلې. له نېکه مرغه نن هم په کابل کې یوو او پر یو شمېر اړمنو او بې ځایه شویو خوراکي او غیر خوراکي توکي وېشو.
د بيات بنياد مرستيال ویلي، په دغو مرستو کې اوړه، غوړي، وريجې، کمبلې، جمپرونه او جرابې شاملې دي. دغه مرستې د دغه بنسټ له لوري پر هغو مستحقو کسانو ووېشل شوې، چې مخکې یې سروې شوې وه.
دا اړمنې کورنۍ د بیات بنیاد له مرستو خوښې دي؛ خو له نورو مرستندویه بنسټونو هم د همکارۍ غوښتونکي دي، چې په دې سختو شرايطو کې له اړمنو سره مرسته وکړي.
مرسته شوي کسان وايي؛ د بیات بنیاد مرستې په داسې حال کې ورته رسیدلي، چې خلک په رښتیا هم له سختو مالي او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.
بیات بنیاد په دې وروستیو کې له پاکستان څخه راستنو شویو کورنیو او په ولایتونو کې بېوزلو او اړمنو کورنیو ته خپلې مرستې رسولي دي.
تازه خبرونه
له چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
« ډیپلوماټ» خپرونې په یوه راپور کې لیکلي، چې د اسلامي امارت د چارواکو لهخوا د واخان ټرانزیټي سړک له پرانیستل کېدو سره– سره له دې لارې له چین سره د افغانستان عملي نښلېدا اوس هم له جدي خنډونو او د بېجینګ له امنیتي اندېښنو سره مخ ده.
د راپور له مخې؛ د اسلامي امارت چارواکو د اوکټوبر پر څلورمه د ۱۲۱ کیلومټره اوږد سړک پرانیسته وکړه، چې د شاوخوا درې کلونو کار په پایله کې جوړ شوی دی.
دا سړک د بدخشان ولایت له واخان ولسوالۍ څخه د چین تر پولې غځېدلی او ټاکل شوې، چې له چین او سیمهییزو بازارونو سره د افغانستان د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابره کړي.
د« ډیپلوماټ» د راپور له مخې: د دې پروژې لګښت ۳۶۵ میلیون افغانۍ دی، چې شاوخوا ۵.۶ میلیون ډالرو سره برابرېږي؛ د اسلامي امارت د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت لهخوا ورکړ شوی دی.
دې خپرونې زیاته کړې، د افغانستان او پاکستان ترمنځ د روانو ترینګلتیاوو او د سوداګرۍ د درېدا له کبله د واخان لار له چین سره د افغانستان د سوداګرۍ بدیله لار کېدی شي او د پاکستان پر سوداګریزو لارو د کابل تکیه راکمولی شي.
په راپور کې ټینګار شوی، چې چین تر اوسه خپله پوله له دې لارې د منظمې سوداګرۍ د تګ راتګ لپاره نهده پرانیستې.
همدارنګه بېجینګ د سړک د پرانیستې په مراسمو کې خپل استازی نهدی لېږلی او د دې پروژې بشپړېدل یې په ډیپلوماټیکه کچه هم تائید کړي. نهدي
د« ډیپلوماټ» د لیکنې له مخې؛ د چین امنیتي اندېښنې دې احتمال ته نغوته کوي، چې له دې لارې څخه به د ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ غړي د سینکیانګ په سیمه کې د فعالیت لپاره کار واخلي. د دې لارې په اړه د بېجینګ احتیاط هم یو خنډ ګڼل کیږي.
« ډیپلوماټ» لیکلي: تر هغې، چې اسلامي امارت د چین امنیتي اندېښنې لرې نهکړي او د منظمې سوداګرۍ لپاره د پولې د پرانیستلو زمینه برابره نهشي؛ د واخان دهلیز به له افغانستان سره د چین یوه مهم سوداګریز دهلیز هم نهشي.
#آریانانیوز #افغانستان #چین #واخاندهلېز #سوداګري #بدخشان
تازه خبرونه
اروپايي ټولنې د بشري مرستو لپاره افغانستان ته ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړل
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
اروپايي ټولنې د افغانستان په سوېلي او سویللویدیځو سیمو کې له کړکېچونو څخه زیانمنو شویو څه باندې ۳۴۷ زره کسانو ته د روغتیايي خدمتونو، خوړو، اوبو رسولو او حفظالصحې په برخو کې د مرستې لپاره ۱۲ میلیون یورو ځانګړې کړې دي.
دا پروګرام د ۲۰۲۶ز.کال د جون له لومړۍ نېټې څخه د ۲۰۲۷ز.کال د مې تر یودېرشمې پورې دوام کوي او په کندهار، زابل، روزګان، هلمند، فراه او نیمروز ولایتونو کې ۲۸ ولسوالۍ تر پوښښ لاندې نیسي.
د اروپايي ټولنې د خبرپاڼې له مخې، نږدې ۱.۲۷ میلیون نور کسان به هم په غیرمستقیم ډول له دغو مرستو ګټه واخلي.
همدارنګه اټکل شوی، چې د ناروغیو د خپرېدا، د اقلیمي بدلونونو له کبله د پېښو او بېځایه کېدا په صورت کې به ۳۹ زره او ۱۷۵ نورو کسانو ته هم بېړنۍ مرستې ورسېږي.
اروپايي ټولنې دا مرستې داسې مهال ځانګړې کړي، چې د دې ټولنې د څرګندونو له مخې په ۲۰۲۶ز.کال کې شاوخوا ۲۱.۹ میلیون کسان په افغانستان کې بشري مرستو ته اړتیا لري. له پېنځه کلونو کمعمره ماشومان، امیندوارې او شیدې ورکوونکې ښځې، معلولیت لرونکي کسان او په لرې پرتو او محرومو سیمو کې مېشتې کورنۍ اوس هم بنسټیزو خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې له جدي خنډونو سره مخ دي.
تازه خبرونه
له افغانستان سره امنیتي او دفاعي همکاري پراخوو- ماریا زاخارووا
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زاخارووا ویلي، چې مسکو غواړي له افغانستان سره د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې په مبارزه او دفاعي چارو کې خپله همکاري پراخه کړي.
ماریا زاخارووا په مسکو کې یوې خبري غونډې ته ویلي؛ دغه راز روسیه چمتو ده، چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اختلافونو د اواري لپاره له ډیپلوماټیکو لارو چارو مرسته وکړي.
هغې ټینګار کړی، چې له کابل سره به د ترهګرۍ او نشهیي توکو پر وړاندې د مبارزې او دفاعي چارو په برخو کې همکاري پرلهپسې پراخه شي.
د روسیې بهرنیو چارو وزارت ویاندې زیاته کړې، چې په سیمه کې د امنیتي ګواښونو پر وړاندې مبارزه ګډ مسوولیت دی او د دې موخې ترلاسه کول د ټولو اړوند هېوادونو رغنده تعامل او ګډو هڅو ته اړتیا لري.
دا څرګندونې داسې مهال راپورته کېږي، چې روسیې او افغانستان د مې پر اووهویشتمه د پوځي ـ تخنیکي همکاریو تړون لاسلیک کړی و.
-
سوداگري3 days agoد شیخ ابونصر فراهۍ بندر له لارې د افغان سوداګرو د توکو ټرانزیټ دوه برابره شوی
-
سوداگري5 days agoایران غواړي د هرات اوسپنېپټلۍ د ازبکستان تر پولې وغځوي
-
تازه خبرونه2 days agoله چین سره د افغانستان ځمکنۍ نښلېدا له خنډونو سره مخ ده – ډیپلوماټ
-
لوبی4 days agoد اتل سلیزې او د راشد څلور ویکټو افغانستان د زمبابوی پر وړاندې بریا ته ورساوه
-
نړۍ5 days agoپه اروپا کې تاوتریخجن لاریونونه وغځېدل؛ د البانیا لومړي وزیر د «بهرنۍ لاسوهنې» تور پورې کړ
-
تازه خبرونه4 days agoایران او روسیه د کابل او اسلامآباد د کړکېچ په کمولو کې ګډ نظر لري – عباس عراقچي
-
تازه خبرونه4 days agoټرمپ د منځمهالو ټاکنو په درشل کې د فرانسې د روان تاوتریخوالي پړه پر کډوالو واچوله
-
تحول5 days agoتحول: د امریکا او ایران متقابل ګواښونه
