تازه خبرونه

بیات بنیاد په کابل کې له اړمنو کورنیو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه   

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۵, ۱۴۰۰)

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې په کابل کې یې یو ځل بیا له یو شمېر اړمنو کورنیو سره د خوراکی توکو مرسته کړې ده.

د هوا سړېدو، وزګارتیا او بېوزلۍ دېر خلک اغېزمن کړي او مرستو ته اړ دي.

له همدې کبله بیات بنیاد د خپلو ژمنیو مرستو په لړ کې دا ځل هم د کابل اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل، چې په کې اوړه، وریجې او غوړي شته.

د بیات بنیاد مسوولینو ویلي، چې له دې مرستو مو موخه د اړمنو کورنیو لاسنیوی دی.

د بیات بنیاد مرستیال  حاجی محمد اسماعیل خان وایي: د هوا له سړېدو سره سم د بیات بنیاد ژمنۍ مرستې پر اړمنو کورنیو وېشل کیږي. نن بیا مونږ یو شمېر معلولینو او مستحقینو ته ژمنۍ مرستې راوړي، چې اوړه، وریجې او غوړي به پرې ووېشل شي. دغه مرستې د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې اړمنو خلکو ته وېشل کیږي.              

نوموړي زیاته کړې؛ تر دې دمه یې د ډېرو لایتونو اړمنو خلکو ته بشري مرستې رسېدلي دي.

هغو کورنیو، چې د بیات بنیاد مرستې تر لاسه کړي؛ د بیات بنیاد له مرستو خوښ دي او له نورو مرستندویانو هم غواړي، چې په داسې سختو شرایطو کې د اړمنو لاسنیوی وکړي.

تېره یوه میاشت کې دا دوه یم ځل دی، چې بیات بنیاد په کابل کې له سلګونه اړمنو کورنیو او معلولینو سره د خوراکي توکو مرسته کوي.

د بیات بنیاد د مسوولینو په وینا؛ تر اوسه په غزني، هرات، بلخ، خوست، کندوز، کندهار، بامیان، پکتیا، ننګرهار او جوزجان ولایتونو کې د بیوزلو کورنیو لاسنیوی شوی دی.

Trending

Exit mobile version