تازه خبرونه

بیات بنیاد په کندهار کې اړمنو کورنیو ته خوراکي توکي ووېشل

Published

on

(Last Updated On: تله ۲۰, ۱۴۰۰)

د بیات بنیاد مسوولینو څرګنده کړې، چې دې بنسټ په کندهار کې له لسګونه اړمنو کورنیو سره د اوړو، غوړیو او وریجو مرسته وکړه.

بیات بنیاد په کندهار ولایت کې پر لسګونه هغو اړو کورنیو خوراکي توکي ووېشل، چې پخوا د جګړو له کبله له خپلو مېنو بیځایه شوې وې.

د بیات بنیاد مرستیال حاحي محمد اسمعیل ویلي؛ مونږ له هغو اړو کورنیو سره، چې مخکې پېژندل شوي   د غوړو، اوړو او وریجو مرسته وکړه.  

نوموړي زیاته کړې؛ مونږ نن د بیات بنیاد د مرستو لړۍ له کندهار ولایته پیل کړه او په څلورو زونونو کې به پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.

نوموړي زیاته کړې، چې له ۳۰۰ ډېرو کورنیو سره دغه ټاکل شوې مرسته تر سره شوې ده.

په کندهار کې د افغان بیسیم مخابراتي شرکت مشر عطا الله ساحل ویلي: د ټولو سیمو نوملړ له مونږ سره شتهږ تاسې لیدلی شئ، چې د شاولیکوټ، ارغنداب، ژیړۍ، کجکي او ان د خاص روزګان ولسوالۍ سروې شوي دي.

هغه کورنۍ، چې د بیات بنیاد مرسته یې ترلاسه کړې وايي، چې په دې سختو شرایطو کې نور مرستندویه بنسټونه هم باید له بېوزلو کورنیو سره مرستې وکړي.

د کندهار اوسیدونکې زیبا له نورو مرستندویه بنسټونو هم غواړي، چې په دې سختو شرایطو کې له اړو او مستحقو کورنیو سره مرستې وکړي.

شیرین نومي بې ځایه شوی وایيو چې له دې مخکې هم بیات بنیاد له دغو خلکو سره د خوراکي توکو مرستې کړې دي.

بیات بنیاد څو میاشتې مخکې هم له اړو کورنیو سره خپلې مرستې کړي او په پام کې لري، چې د مرستو دغه پیل شوې لړۍ نورو ولایتونو ته هم وغزوي.

بیات بنیاد هر کال په هیواد کې د خپلې سروې له بشپړولو وروسته زرګونه اړې کورنۍ ځانګړې کوي او بیا ورسره د خوراکي توکو مرستې کوي.

Trending

Exit mobile version