تازه خبرونه
بیات بنیاد په کندوز کې له اړمنو کورنیو سره مرسته وکړه
د بیات بنیاد د ژمنیو مرستو بهیر کندوز ولایت ته رسېدلی او سلګونه اړو او جنګ ځپلیو کورنیو ته د مرستې یوه لویه ټولګه ووېشل شوه.
د بیات بنیاد مسوولینو ويلي؛ په دې مرستو کې اوړه، وریجې او غوړي دي، چې له سروې وروسته پر اړمنو کسانو ووېشل شول.
د بیات بنیاد مرستیال حاجي محمد اسماعیل خان وايي: مونږ کندوز ته راغلي یوو. مونږ په کندوز ولایت کې پر یو شمېر مستحقو او بې ځایه شویو کسانو اوړه، غوړي او وریجې ووېشل، چې نوملړ یې په کندوز کې د بیات بنیاد د کاري ډلې لخوا مخکې ترتیب شوی دی. زمونږ مرستې به ډېر ژر د نورو ولایتونو پر اړمنو خلکو هم ووېشل شي.
د هېواد په شمال ختيځ کې د بيات بنياد يوه استازي ويلي، چې د دې مرستو د وېش له پيل مخکې د دغه خيريه بنسټ د کاري ډلې لخوا اړمنې کورنۍ سروې شوې وې او په سلګونه کورنۍ به له دې مرستو برخمنې شي.
په شمال ختيځ کې د بيات بنياد استازي خيرمحمد سلجوق وایي: مونږ په سلګونه اړمنو کورنيو ته د مرستو د وېش لړۍ پيل کړې ده.
د دې مرستو ترلاسه کوونکي د دې مرستې د ټولګې په ترلاسه کولو خوښ دي.
د مرستې ترلاسه کوونکې لیلا وايي: ما له ۱۵ ورځو راپدیخوا پخلی ندی کړی (ما هیڅ شی ندی پوخ کړی). زه یو وزګار میړه لرم. زه پخپله ناروغه یم او په کور کې کار کوم.
د مرستې یوه بله ترلاسه کوونکې روقعیه وایي: زه اته کوچني ماشومان لرم. زه بل څوک نلرم. یوازې دا بیات بنسټ دی، چې له مونږ سره مرسته کوي.
د اسلامي امارت غړي د بیات خیریه بنسټ د مرستو له روانې لړۍ هرکلی کوي او له نورو سوداګرو او خیریه موسسو غواړی، چې په روان ژمي کې د زیانمنو شویو کورنیو لاسنیوی وکړي.
په شمال ختیځ کې د اسلامي امارت یوه غړي مولوي عبدالرقیب حقاني څرګنده کړې: زمونږ خلک له سختو ستونزو سره مخ دي. د بیات بنیاد په څېر له ټولو ملي سوداګرو څخه، چې په دې سختو وختونو کې یې د افغانستان له خلکو سره مرسته کوې؛ مننه کوم.
بیات بنیاد له دې مخکې هم د هېواد په جنوب، ختیځ او لویدیځ کې پر اړمنو کورنیو مرستې وېشلې دي.