تازه خبرونه

بیات ګروپ او افغان بیسیم د کابل ښار ضد عفوني کول روان ساتلي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۳۱, ۱۳۹۹)

بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت له عامې روغتیا وزارت او کابل ښاروالۍ سره په پوره همغږۍ صحت طفل روغتون او د ښار هغه سیمې، چې د کرونا ویروس وېره په کې ډېره وه ضد عفوني کړل او پر خلکو یې معلوماتي بستې ووېشلې.

بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت له کرونا ویروس سره د مبارزې د کمیټې په همکارۍ د صحت طفل روغتون او د ښار هغه برخې ضد عفوني کړې، چې د کرونا ویروس وېره په کې ډيره وه.

د صحت طفل روغتون مشر نورالحق یوسفزي ويلي، چې دا ډول ضد عفوني کول کولی شي، د کرونا ویروس د خوریدو په مخنیوي کې ګټوره مرسته وکړي.

ددې روغتون ډاکټر احمد فواد نیازي څرګنده کړې، چې دا ډول ضد عفوني کول له کرونا ویروس سره په مبارزه کې بې اغېزې ندي.  

کابل ښاریان د بیات ګروپ دا ګام، چې له اړوند بنسټونو سره د کرونا ویروس په مبارزه کې همکاري کوي، ستايي او له نورو بنسټونو هم غواړي، چې د کرونا ویروس سره په مبارزه کې له اړوند بنسټونو سره همکاري وکړي.  

بیات ګروپ او افغان بیسیم مخابراتي شرکت له هغه وخته، چې د عامې روغتیا وزارت په سپارښتنه په ښارونو کې پر ګرځيدو محدودیتونه ولګول شول؛ په ښارونو کې هغه سیمې او سړکونه څو ځلې ضد عفوني کړل، چې د کرونا ویروس وېره په کې ډېره وه او دغه چاره په مرکز او ځينو ولایتونو کې روانه ساتل شوې ده.

Trending

Exit mobile version