Connect with us

نړۍ

بېلاروس یوه الوتکه د یوه خبریال د نیولو لپاره د بم پرپلمه له الوت راګرځولې

خپور شوی

د

د رویټرز د څرګندونو له مخې، د بېلاروس چارواکو پرون یکشنبه د غبرګولي ۲ یوه الوتکه د ناسمې خبردارۍ له کبله له الوت راګرځولې او پر حکومت نیوکه کوونکی خبریال یې، چې په دې الوتکه کې و؛ نیولی دی.

دغه الوتکه، چې له یونان څخه لیتوانیا ته روانه وه؛ د بېلاروس په پلازمېنه مینسک کې راکښته کېدو ته اړ شوې ده.

په دې الوتکه کې دولت ضد ژورنالیست رامان پراتاسوویچ و او د پولیسو لخوا ونیول شو.

رامان پراتاسوویچ ویلي: کله، چې د الوتکې د لارې له بدلیدو وروسته ویلي وه؛ شونې ده، چې زه هلته مړ شم.

دغه ژورنالیست له یوه پولنډي خبري آژانس لپاره کار کاوه او څو ځله یې د ټلیګرام له لارې د بېلاروس د حکومت پر ضد د ډله ییزو مظاهرو انځورونه خپاره کړي وه.

د بېلاروس دغې کړنې د اروپایي او امریکایي مشرانو سخت غبرګونونه راپارولي او دا پېښه یې غونی ځیږږږنکې یاده کړې ده.

اروپايي ټولنې خبرداری ورکړی، چې پر بېلاروس به بندیزونه ولګوي.

لیتوانیا هم پر اروپايي ټولنې او ناټو غږ کړی، چې پدې اړه ډاډمنې هڅې تر سره کړي.

اروپایي ټولنې د خبریال د سمدستي خوشې کیدو غوښتنه کړې او وایي، چې په بروکسل کې به د اروپايي ټولنې مشران د پېښې د څرنګوالي په اړه بحث او خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ په یوه ټویټ کې ویلي، چې دا وېروونکې پېښه باید وڅېړل شي.

د ایرلینډ بهرنیو چارو وزیر ویلي؛ د پرېکړې په اړه غبرګون نه شودل او پرېکړه نکول به دا ټولنه بېلاروس ته ډېره ضعیف او کمزورې ښکاره کړي.

د لیتوانیا بهرنیو چارو وزیر ویلي، چې په دې اړه یې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره  خبرې کړي او د غربي هېوادونو پاملرنه یې دغې پېښې ته رااړولې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې امریکا، کاناډا، اروپایي اتحادیې او انګلستان د بېلاروس پر۹۰ چارواکو  بندیزونه لګولي دي.

نړۍ

صنعا ښار ته نږدې د هوايي بریدونو له کبله ۷۲ کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بني‌حشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

Published

on

 

د حوثیانو تر ادارې لاندې د روغتیا وزارت ویلي، چې د سعودي عربستان له‌خوا پر یوه استوګنیزه سیمه د هوايي بریدونو له کبله، چې د یمن پلازمېنې صنعا ته نږدې ده؛ لږ تر لږه ۳۳ کسان وژل شوي او ۳۹ نور ټپیان دي.

د حوثیانو اړوند صبا خبري آژانس د شنبې پر ورځ راپور ورکړی، چې په دې بریدونو کې د صنعا ختیځ د بني‌حشیش ښارګوټی پر نښه شوی او ډېری قربانیان ښځې او ماشومان دي.

د حوثیانو روغتیايي چارواکو ویلي، چې یو شمېر قربانیان اوس هم د ودانیو تر خاورو لاندې بند پاتې دي او د ژغورنې د عملیاتو پر مهال یو شمېر مرستندویان هم ټپیان یا وژل شوي دي.

په صنعا کې د «صحتنا» روغتون رییس عبدالعزیز الدیلمي ویلي، چې یو شمېر ټپیان د سر، سینې او پښو په برخو کې له سختو ټپونو سره دغه روغتیايي مرکز ته لېږدول شوي دي.

رویټرز خبري آژانس ویلي، چې نه‌شي کولی د دغو بریدونو او د قربانیانو د شمېر راپور خپلواکه تائید کړي.

د سعودي عربستان د نړیوالو اړیکو مرکز هم ویلي، چې دغه راپور څېړي.

د سعودي عربستان او حوثیانو ترمنځ تازه نښتو په ۲۰۲۲ز. کال کې د ملګرو ملتونو پر ملاتړ رامنځته شوی اوربند له ننګونې سره مخ کړی، چې تر ډېره یې د دواړو لوریو ترمنځ بریدونه درولي وه.

حوثیانو په وروستیو میاشتو کې د سعودي عربستان پر هوايي ډګرونو او د تېلو پر تاسیساتو راکټي او بې‌پیلوټه بریدونه کړي او ریاض هم د خپلو یمني متحدانو پر ملاتړ په یمن کې هوايي بریدونه کړي دي.

دغو نښتو د سیمې د کړکېچونو او د امریکا او ایران د جګړې له پراخېدا وروسته زور اخیستی او په یمن کې یې بشري ناورین یو ځل بیا سخت کړی دی.

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې هم د اوکټوبر په میاشت کې راپور ورکړی و، چې د تازه نښتو له کبله د بې‌ځایه شویو کسانو شمېر له ۲۰۰ زره اوښتی دی.

یمن، چې له نړۍوالو سختو بشري ناورینونو سره مخ دی؛ یو ځل بیا د ملکي وګړو د مرګ‌ او ژوبلې او د کورنیو د بې‌ځایه کېدو له زیاتېدا سره مخ شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا د ټاکنو پایلې؛ یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو د ټرمپ په سیاستونو کې د بدلون غوښتنه وکړه

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي؛ پرون( چارشنبه د نومبر څلورمه) رویټرز ته ویلي: کورنیو نظرپوښتنو له ټاکنو شپږ اوونۍ مخکې وښودله، چې جمهوري‌‌غوښتونکي په دواړو جرګو کې د ماتې له ګواښ سره مخ دي؛ خو ټرمپ د ایران جګړې د سیاسي پایلو په اړه له خبرداریو سره – سره د خپل دریځ له بدلولو ډډه وکړه.

Published

on

 

په امریکا کې د سنا او استازو جرګې د ټاکنو له پایلو وروسته، چې« سیاسي زلزله» بلل شوې؛ د ډونالډ ټرمپ یو شمېر جمهوري‌غوښتونکو متحدانو او سلاکارانو له هغه غوښتي، چې د سپینې ماڼۍ په پلویانو کې بدلون راولي او د ایران پر جګړه او تعرفو بیاکتنه وکړي.

د سپینې ماڼۍ یوه لوړپوړي چارواکي، چې نه‌غواړي نوم یې خپور شي؛ پرون( چارشنبه د نومبر څلورمه) رویټرز ته ویلي: کورنیو نظرپوښتنو له ټاکنو شپږ اوونۍ مخکې وښودله، چې جمهوري‌‌غوښتونکي په دواړو جرګو کې د ماتې له ګواښ سره مخ دي؛ خو ټرمپ د ایران جګړې د سیاسي پایلو په اړه له خبرداریو سره – سره د خپل دریځ له بدلولو ډډه وکړه.

د ټرمپ دې چارواکي ویلي:« په پای کې ورته دا مهمه نه‌وه او نه‌یې ‌غوښتل، چې د چا خبره واوري.»

ټرمپ د سې‌شنبې پر شپه ومنله، چې د ایران اته‌میاشتنۍ جګړې جمهوري‌غوښتونکو نوماندانو ته زیان رسولی؛ خو د جګړې د پیلولو له خپلې پرېکړې یې دفاع وکړه.

هغه فاکس‌نیوز ته ویلي:« زه دا پایله پر ځان ګوزار نه‌ګڼم.»

د جمهوري‌پالو تجربه‌کار سټراټیژیست جان فیهري د ټاکنو پایله د ټرمپ لپاره« ستر باورین» وګاڼه او څرګندوي:« هغه باید په کاري ډله کې بدلون راولي؛ له دې وروسته به یې هره ورځ ځواک نور هم کمیږي.»

د امریکا مرستیال ولسمشر جې‌ډي ونس، چې د ټرمپ احتمالي سیاسي ځایناستی بلل کېږي؛ چارشنبه د جمهوري‌غوښتونکو د ماتې لامل د ایران جګړه وبلله.

د سپینې ماڼۍ د لوړپوړي چارواکي د څرګندونو له مخې؛ د ټرمپ لوړپوړي مرستیالان د یو شمېر کارکوونکو د وتلو، په کابینه کې د احتمالي بدلونونو او د ډیموکراټانو له‌خوا د څېړنو لپاره چمتووالی نیسي.

هغه وایي:« په دې ورځو کې دلته پاتې کېدل رښتیا هم ډېر بد دي او له دې څخه د رواني حالت نور هم خرابېدای نه‌شي.»

یو جمهوري‌غوښتونکي سیاسي سلاکار رویټرز ته ویلي:« که ټرمپ راتلونکي دوه کاله هم پر نااړینو موضوعاتو ټینګار روان وساتي؛ په راتلونکو ټاکنو کې به بیا هم درنده ماتې وخورو.»

ډیموکراټان به د راتلونکي کال له پیل سره د دواړو جرګو د اکثریت پر ترلاسه کولو وکولی شي د ټرمپ د ملاتړ وړ لایحو د تصویب مخه ونیسي، د حکومتي دندو لپاره د هغه د وړاندیز شویو کسانو له تائید څخه ډډه وکړي او د هغه د حکومت پر کړنو څېړنې وکړي.

Continue Reading

نړۍ

په فلوریډا کې وسله‌وال برید؛ یوه ښځه وژل شوې او څلور کسان ټپیان دي

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ بریدګر په موټر کې د بانک انګړ ته ننوتی او لومړی یې یوه ښځه وژلې او بیا د بانک خوړو خونې ته ننوتی او هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره ډزې تبادله کړې دي.

Published

on

 

د امریکا د فلوریډا ایالت په ټمپا ښار کې د یوه بانک په انګړ کې د یوه وسله‌وال کس د ډزو له کبله یوه ښځه وژل شوې او څلور نور کسان ټپیان شوي دي.

د فاکس نیوز د راپور له مخې؛ بریدګر په موټر کې د بانک انګړ ته ننوتی او لومړی یې یوه ښځه وژلې او بیا د بانک خوړو خونې ته ننوتی او هلته یې له یوه امنیتي ساتونکي سره ډزې تبادله کړې دي.

د راپور له مخې، د پېښې پر مهال د بانک په انګړ کې شاوخوا درې زره او ۲۰۰ کارکوونکي موجود ول.

تر اوسه د بریدګر د هویت او د ټپیانو د روغتیايي وضعیت په اړه نور جزئیات خپاره شوي نه‌دي او د پېښې پر انګېزه هم څېړنې روانې دي.

ویل کیږي، چې په امریکا کې دا ډول پېښې تر ډېره په ښوونځيو، بازارونو، مذهبي ځایونو او له خلکو څخه په ډکو سیمو کې کیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!