روغتيا

بې پولې ډاکټران په افغانستان کې د شري پر ډېرېدو اندېښمن شوي

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۷, ۱۴۰۱)

بې پولې ډاکټرانو په افغانستان کې د شري ناروغۍ د ډېرېدو په اړه اندېښنه ښودلې او وایي، چې هرات، کندوز او هلمند ولایتونه تر ټولو ډېر اغېزمن شوي دي.

د بې پولې ډاکټرانو ټولنې نن (چارشنبه د وري ۱۷) ویلي، چې یوازې له تېرې یوې اوونۍ راپدیخوا په هرات ولایت کې ۹۰ ماشومان پر شري اخته شوي دي.

يادې ادارې تېره اوونۍ په ولايتي روغتون کې د شري ناروغانو لپاره د ځانګړي څانګې د پرانيستلو اعلان وکړ او ويې ويل، چې اوس يې دغه وارډ ٦٠ بسترونو ته لوړ کړى دى.

دوی ټینګار کړی، چې څو ورځې وروسته به د دې څانګې ټول بسترونه د شري له ناروغانو ډک دي او اوس د نورو ناروغانو لپاره ځای نلري.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې؛ په تېره یوه اوونۍ کې د هلمند او کندوز ولایتونه هم د شري تر ټولو زیاتې پېښې لري.

له دې مخکې د روغتیا نړیوالې ټولنې خبرداری ورکړی و، چې په افغان ماشومانو کې د شري ناروغي مخ پر ډېرېدو ده.

د دغې ټولنې د معلوماتو له مخې؛ دا ناروغي له پېنځه کلونو څخه په لږ عمره ماشومانو کې خپره شوې ده.

په راپور کې راغلي؛ لږ تر لږه ۴۳۰۰۰ افغان ماشومان پر شري اخته شوي، چې ۲۱۴ یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. د دغو مړینو پېنځه سلنه له پېنځه کلونو کم ماشومان دي او شمېر یې د تېر کال په پرتله ډېر شوی دی.

د عامې روغتیا وزارت د څرګندونو له مخې؛ په ټول هېواد کې د شري ناروغۍ له ټولو ډېرې پېښې په کندوز کې ۱۹۹۷، په کابل کې ۱۶۹۶ او په هلمند کې ۱۴۹۵ پېښې ثبت شوې دي.

د دغه وزارت چارواکي وايي، په پام کې لري، چې په راتلونکیو څو میاشتو کې د واکسینو شمېر زیات کړي.

Trending

Exit mobile version