تازه خبرونه

تاتارستاني پلاوي له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه کې پانګونې ته چمتووالی وښود

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پانګونې فرصتونو ته په نغوته کې له هغو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Published

on

د ریاست الوزراء اقتصادي مرستیال نن(سې‌شنبه د زمري څوارلسمه) په ارګ کې د تاتارستان جمهوریت د لومړي وزیر د مرستیال او صنایعو او سوداګرۍ وزیر اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو پر مشرۍ له راغلي پلاوي سره وکتل.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیال د پانګونې فرصتونو ته په نغوته کې له هغو وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

 د ریاست‌الوزرا اقتصادي مرستیالۍ په خبرپاڼه کې راغلي؛ په دې لیدنه کې اولیګ ولادیمروویچ کورو بچینکو له پنجشېر سیند څخه کابل ته د اوبو د لېږد په پروژه او یو شمېر نورو برخو  کې پانګونې ته چمتووالی څرګند کړی دی.

دغه راز د تاتارستان د لومړي وزیر مرستیال د پلاوي پر استازیتوب ویلي؛ د روسیې فډراسیون له لوري د اسلامي امارت له پر رسمیت پېژندنې سره د تاتارستان او افغانستان ترمنځ د تعامل لپاره ډېرې آسانتیاوې رامنځته شوې دي.

د هېواد اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر ویلي، چې د افغانستان خصوصي سکټور د روسیې فډراسیون له ټولو جمهوریتونو سره پراخې اقتصادي او سوداګریزې اړیکې غواړي.

ویل کیږي، چې د تاتارستان د صنعتي شرکتونو مسوولین هم لېواله دي، چې له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې همکاري پيل کړي.

Trending

Exit mobile version