بی بی سی پښتو
تادین خان: د طالبانو لخوا خوشي شوي کسان ملکي وګړي دي
د کندهار امنیه قوماندان ویلي، د طالبانو له لخوا د افغان امنیتي ځواکونو په نوم خوشي شوي کسان ټول ملکي وګړي دي او نظامیان پکې نشته. تورنجنرال تادین خان بي بي سي ته ویلي، د شلو کسانو له ډلې یوازې یوه یې په ۱۳۹۸ کال کې د پولیسو په لیکو کې دنده درلوده، خو وروسته یې پرې ایښې وه.
طالبانو پرون یکشنبه شل تنه بندیان، چې دوی د افغان پوځ سرتېري بللي وو، کندهار کې د سره صلیب نړیوالې ادارې ته سپارلي وو.
یادې ادارې دا کسان تېره شپه د کندهار والي دفتر ته وسپارل. افغانستان کې د سره صلیب ادارې مشر هم په خپل ټویټ کې دا کسان د افغان امنیتي ځواکونو سرتېري بللي وو.
خو د کندهار د امنیې قومندان تادین خان وایي، د دوی د جلب او جذب څانګې په دې اړه پلټنې کړې دي ا خوشي شویو کسانو کې پوخیان نشته، بلکې ټول عادي ولسي وګړي دي.
یاده دې وي چې د افغانستان د ملي امنیت شورا څه موده وړاندې ویلي وو، طالبانو د عامو وګړو په نیولو لاس پورې کړی او غواړي دا کسان د افغان حکومت د بندیانو په نامه تبادله کړي.
بل لور ته د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیزاد د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې هر کلی او د دې لړۍ د چټکولو غوښتنه یې کړې ده.
ښاغلي خلیلزاد پر ټویټر یوه بیان کې ویلي چې د بندیانو ازادول د سولې په بهیر او د تاوتریخوالي په کمولو کې مهم ګام دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي د دې لړۍ د چټکولو غوښتنه کړې او زیاته کړې ده چې : ( دواړه خواوې باید هڅې چټکې کړي چې هغه هدف ته ژر تر ژره ځان ورسوي چې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ شوې هوکړه کې ټاکل شوی دی.)
ښاغلي خلیلزاد ټینګار کړی چې په زندانونو کې د کورونا وېروس د خپرېدو امکان واقعي خطر دی چې له امله یې په کار ده چې چټک ګامونه واخستل شي.
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند جاوید فیصل ویلي چې د ولسمشر محمد اشرف غني د فرمان له مخې تر اوسه له بګرام زندانه ۳۶۱ طالب زندانیان خوشې شوي دي.
هغه پر ټویټر لیکلي چې دې لړ کې به د یاد شوي فرمان له مخې به ۱۵۰۰ طالب زندانیان خوشې شي . نوموړي داګام د سولې په چاره کې د پرمختګ او له کووېد-۱۹ وېروس سره د مبارزې لړ کې د روانو هڅه یوه برخه بللې ده.
د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېرې فبرورۍ میاشتې پر ۲۹ د لاسلیک شوي تړون له مخې په پام کې وو چې د مارچ تر لسمې افغان حکومت پنځه زره او طالبان د حکومت زر تنه زندانیان ازاد کړي.
خو دې چاره کې ځنډ رامنځته شو. پایله کې ولسمشر غني د مارچ په ۱۱ نېټه فرمان صادر کړ چې له مخې به یې ۵۰۰۰ طالب زندانیان خوشې کیږي.
د فرمان په دویمه ماده کې راغلي چې په لومړي پړاو کې به د پروان له زندانه یو نیم زر (۱۵۰۰) طالب بندیان عمر، روغتیايي وضعیت او د بندې پاتې مودې ته په کتو د حسن نیت له مخې خوشي کېږي.
د همدې فرمان له مخې افغان حکومت تر دې دمه شاوخا ۳۶۰ تنه طالب بندیان خوشي کړي دي، او وایي چې دا بهیر به روان وي.