تازه خبرونه

تاشکند به دوشنبه د افغانستان په اړه د نړیوالې غونډې کوربه وي

Published

on

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت څرګنده کړې، چې نن د بهرنیو چارو د چارسمبالي وزیر امیر خان متقي په مشرۍ یو لوړ پوړی پلاوی د ازبکستان هېواد پر بلنه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې د ګډون لپاره هغه هیواد ته روان شو.

تمه ده، چې تاشکند د دوشنبې پر ورځ د زمري ۳ / د جولای ۲۵ د افغانستان د امنیتي او اقتصادي پرمختګ په اړه د دوه ورځنۍ غونډې کوربتوب وکړي.

د افغان حکومت د ویاند  مرستیال بلال کریمي ویلي، د تاشکند په غونډه کې به د سرحدي امنیت، ثبات او د افغانستان د اقتصادي ودې او سوکالۍ د لارو چارو پر موندلو او په دغه هېواد کې د بشري ناورین په حل کې د مرستې په اړه خبرې وشي.

دې غونډې ته، چې د افغانستان امنیت او اقتصادي پرمختګ تر سرلیک لاندې جوړه شوې، د څه باندې شل هېوادونو او نړیوالو مرستندویه بنسټونو استازي بلل شوي دي.

اسلامي امارت تمه لري، چې په دې غونډه کې به د افغانستان له نوي حکومت سره د نړۍ د تعامل دروازې پرانستل شي او د افغانستان د حکومت او خلکو هیلو او غوښتنو ته به جدي پاملرنه وشي.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې غونډې له جوړېدو یې موخه د افغانستان د امنیت، ثبات او بیارغونې له پاره د سیمه ییزو همکاریو او نړیوالو تګلارو همغږي کول دي. تاشکند روښانه کړې چې دا غونډه اسلامي امارت ته د نړیوال مشروعیت د ورکولو په معنی نه ده.

د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت ويلي، چې دا غونډه د افغانستان د نویو حاکمانو د پر رسمیت پېژندلو معنا نلري.

هندي رسنیو لیکلي، چې په دې نړیواله غونډه کې به د هند د بهرنیو چارو د مرستیال په مشرۍ یو پلاوی او د روسیې، ایران، پاکستان او چین استازي ګډون وکړي، خو تر اوسه څرګنده نده، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویست به په دې غونډه کې ګډون وکړي که نه.

له بلې خوا د قرغزستان ولسمشر وايي، چې د افغانستان وضعیت اوس هم د وړاندونیې وړ ندی او دی هیله لري، چې د منځنۍ آسیا هېوادونه به د افغانستان په اړه خپل اقدامات همغږې کړي.

د تاشکند غونډه د اسلامي امارت د بیا واک ته رسېدو او له افغانستان څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو د وتلو د لومړۍ کلیزې په درشل کې جوړېږي.

په تاشکند کې د افغانستان د امنیتي او اقتصادي پراختیا له غونډې وروسته ټاکل شوې د شانګهای د همکارۍ سازمان په غونډه کې، چې  د جولای پر ۲۸ او ۲۹ په تاشکند کې جوړیږي، د افغانستان پر سیاسي، امنیتي او بشري وضعیت هم خبرې وشي. افغانستان د دغه سازمان څارونکی غړی دی.

ویل کیږي، چې پرون د بهرنیو چارو وزارت د چارسمبالي پر مشرۍ د افغانستان په اړه د تاشکند په نړیوال کنفرانس کې د ګډون کوونکي پلاوي تر منځ د غوره چمتووالي لپاره مقدماتي غونډه هم ترسره شوې ده.

Trending

Exit mobile version