نړۍ

تایوان تر ټولو زورورې زلزلې ولړزاوه

Published

on

(Last Updated On: وری ۱۵, ۱۴۰۳)

د چار‌شنبې پر سهار ( د وري پېنځلشمه) د تایوان ختیځ د رښتر پر کچه د ۷ اعشاریه ۷ درجې یوې زورورې زلزلې ولړزاوه.

د تايوان د هوا پېژندنې مرکزي ادارې د څرګندونو له مخې؛ دغه زلزله پر ځايي وخت د سهار پر ۷:۵۸ د تايوان ختيځ ساحل ته د ۱۵ اعشاریه ۵ کيلومټرو په ژوروالي کې رامنځته شوې ده.

دولتي رسنینو څرګنده کړې، چې دا په تېرو ۲۵ کلونو کې د تایوان ټاپو تر ټولو زوروره زلزله وه.

د تایوان د اور وژنې ادارې ویلي، چې د زلزلې له کبله د مړو شمېر ۴ کسانو ته رسېدلی او لږ تر لږه ۵۰ نو ټپیان شوي دي.

نټ بلاکس، چې په ټوله نړۍ کې انټرنیټي حالت څاري؛ راپور ورکړی، چې په تایوان کې د یوې پراخې زلزلې او سونامي له خبرداري وروسته د تایوان په ځینو برخو کې انټرنیټ بند شوی.

دغه راز د تایوان اټومي اژانس تر دې دمه د اټومي ریکټورونو په اړه د کومې ستونزې راپور ندی ورکړی.

په دې پېښه کې ګڼو ودانیو ته زیان اوښتی دی.

د مرستندویه بنسټونو د څرګندونو له مخې؛ شاوخوا ۲۰ کسان د ودانیو تر ویجاړیو لاندې بند پاتې دي او د هغوی د ژغورنې عملیات روان دي.

له زلزلې وروسته د جاپان هوا پېژندنې ادارې اعلان وکړ، چې د سونامي څو وړې څپې د اوکیناوا جنوبي صوبې برخو ته رسېدلي دي؛ خو د سونامي خبرداری لږ وروسته لغو شو.

جاپان د دغې زلزلې ټکان د رښتر پر کچه ۷ اعشاریه ۷ ښودلی دی.

د تایوان رسمي خبري اژانس څرګنده کړې، چې د چار‌شنبې زلزله له ۱۹۱۹ کال راپدیخوا په دې ټاپو کې ترټولو لویه زلزله ده. په هغه وخت کې ۷ اعشاریه ۶ درجې زلزلې شاوخوا ۲ زره ۴ سوه کسان مړه کړل او ۵۰ زره ودانۍ یې ویجاړې یا سختې زیانمنې کړې وې.

Trending

Exit mobile version