تازه خبرونه
ترانس-افغان ریل پټلۍ به تر راتلونکیو پېنځه کلونو بشپړه شي
نوموړي په هغه ناسته کې، چې تېره ورځ په تاشکند کې تر سره شوه څرګنده کړې، چې په دې اړه به څېړنې د اګست په لومړیو کې پیل او تر سپتمبره به بشپړې شي.
هغه ویلي: د اړوند څېړنو له بشپړېدو وروسته به د پروژې د امکاناتو څېړنه ترسره شي او بیا به هغه شرکت غوره شي، چې داوطلبۍ ته راوړاندې کیږي.
تمه ده، چې د ریل دغه پټلۍ یا کرښه به ۷۶۰ کیلومتره اوږدوالی، ۳۳ د ریل پلونه او ۳ تمځي به ولري.
د ترانس افغان ریل پټلۍ د جوړولو لپاره اټکل شوې بودجه ۴،۸ میلیارد دالره ده.
د آسیا پلس د څرګندونو له مخې؛ د ترانس- افغان ریل پټلۍ پروژې اړتیا مخ پر زیاتیدو ده؛ ځکه، چې ازبکستان پر اروپا سربېره د پاکستان د کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونو ته د لاسرسي په لټه کې هم دی.
ازبکستان له افغانستان سره ۷۵ کیلومتره جوړه ریل پټلۍ لري، چې د ازبکستان او افغانستان پر پوله د حیرتان له شمالي ښار مزارشریف سره نښلوي؛ خو تر اوسه کارېدلې نده او ملونه د ترمذ له لارې حیرتان له لارې لیږدول کیږي.
د ترانس افغان رېل پټلۍ پروژه د ۲۰۱۸ زېږدیز کال په دسمبر میاشت کې د ازبکستان لخوا وړاندیز شوې؛ لومړی د افغانستان د مزارشریف، کابل، ننګرهار او د پېښور له لارې ځان د پاکستان د ریل له سیستم سره نښلوي او بیا به مالونه د کراچۍ، ګوادر او قاسم بندرونو ته ځي.