سیمه ییز خبرونه
تركيې له ۲۰۱۴م كال وروسته هم پخپلو مرستو ټينگار وكړ
په واشنگتن كې د تركيې سفير ويلي، استانبول له كابل سره لرغونې اړيكې لري او په همدې خاطر تركيه با ثبات او سوله ييز افغانستان غواړي.
د افغانستان او تركيې تر منځ اوږدمهاله فرهنگي اړيكې او گډې سيمه ييزې گټې د تركيې او افغانستان تر منځ د اړيكو د پراختيا سبب بلل كيږي.
په امريكا كې د تركيې سفير نميك تان وايي:
مونږ په افغانستان كې د يو با ثباته او سوله ييز پراخ بنسټه دولت د جوړيدو غوښتونكي يو. د افغانستان خلك ټول كړاونه شاته پريږدي او د يوې ډاډمنې راتلونكې پر لوري فكر وكړي. افغانستان اوس له يوه پيچلي حالت څخه وځي. مونږ به تل له افغانستان سره يو. مونږ په افغانستان كې سرتېري لرو؛ ځكه غواړو، چې دا هېواد يو قوي او ديموكراتيك حكومت ولري. مونږ به د افغانستان د خلكو تر څنگ ودريږو.
په وروستيو كلونو كې تركيې له طالبانو سره د سولې په پروسه كې كليدي رول لوبولى كه څه هم دا هڅې بې پايله وې.
همدا راز تركيې د افغانستان د سولې، پراختيا او بيا رغاونې په باب د څو سيمه ييزو ناستو كوربتوب هم كړى.
ښاغلي نميك تان ويلي، نه غواړو، چې ضرب الاجل وټاكو. كه سبا وكړاى شو دغه هدف ته ورسيږو، ښه به وي. په افغانستان كې د تركيې يوازنى هدف دا دى، چې دا هېواد وكړاى شي پر ځان بسيا شي. مونږ د افغانستان له خلكو سره اوږد تاريخ او دوستي لرو. مونږ په تېرو كې زده كړي، چې د افغانستان خلك څومره ستر او مهربانه دي.
دا څرگندونې په داسې حال كې بيانيږي، چې استانبول له كابل سره د ستراتيژيكو اړيكو د سند لاسليك كولو هڅه كو ي.
تركيه يوازنى اسلامي هېواد دى، چې د ناتو غړيتوب لري. دا مهال تركيه په افغانستان كې ۱۲00 سرتېري لري، چې په كابل او وردگ ولايتونو كې ميشت دي. په افغانستان كې ميشت تركي سرتېري د امنيت د ټينگښت، بيا رغاونې او د افغان امنيتي ځواكونو په روزنه كې ښكېل دي.