تازه خبرونه

ترکمنستان افغانستان ته ۱۲۵ ټنه بشري مرسته راواستوله

Published

on

(Last Updated On: غویی ۲۳, ۱۴۰۲)

د ترکمنستان حکومت افغانستان ته د ۱۲۵ ټنه بشري مرستو له لېږلو ډاډ څرګند کړي دي.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې، چې په دې مرستو کې درمل، طبي وسایل، خوراکي توکي او ټوکران شته دي.

د دغه بشردوستانه کړنې تر څنګ د ترکمنستان له روغتیا وزارت څخه د طبي او مشورتي مرستو د وړاندې کولو لپاره د طبي کارکوونکیو یوه ډله هغه زیږنتون ته، چې ترکمنستان پر ۲۰۱۶ ز. کال د هرات په تورغنډۍ کې جوړ کړی و هم راستول شوې ده.

د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان سره دغه بشري کړنه د ترکمنستان د خلکو د بشردوستانه اصولو او دودونو او د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ د دوستانه اړیکو د پراختیا لپاره د ترکمنستان د حکومت د دوامداره فعالیتونو پر بنسټ ترسره کېږي.

Trending

Exit mobile version