تازه خبرونه
ترکمنستان د افغانستان زلزله ځپلو لپاره بشري مرسته اعلان کړه
د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې رشید مرادوف د دې طبیعي پېښې په پایله کې پر رامنځته شوې مرګ او ژوبلې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
د ترکمنستان بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف له امیر خان متقي سره په ټیلیفوني اړیکه کې د افغانستان د ختیځو ولایتونو زلزله ځپلو لپاره د بېړنیو بشري مرستو اعلان وکړ، چې په کې جامې، خېمې، درمل او خواړه شته دي.
د بهرنیو چارو وزارت په یوه رسنیزه خبرپاڼه کې لیکلي، چې رشید مرادوف د دې طبیعي پېښې په پایله کې پر رامنځته شوې مرګ او ژوبلې خپله خواخوږي څرګنده کړه.
امیرخان متقي مرادوف ته ډاډ ورکړ، چې دا مرستې به پخپل وخت اړمنو ته ورسیږي.
دغه راز د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي هم د اسلامي امارت بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته په یوه ټیلیفوني اړیکه کې ډاډ ورکړ، چې تهران به د افغانستان په ختیځو ولایتونو کې له زلزله ځپلو سره بشري مرستې وکړي.
د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې عراقچي د هېواد په ختیځو ولایتونو کې د وروستۍ زلزلې له کبله د مرګ او ژوبلې په اړه هم خپله خواخوږي څرګنده کړې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د افغانستان د ختیځو ولایتونو د مرګونې زلزلې له کبله د مړو شمېر ۲۲۰۵ او د ټپیانو هغه ۳۶۴۰ ته رسېدلی، چې ډېری یې ښځې او ماشومان دي.
