تازه خبرونه

ترکمنستان د ټاپي پروژې چارې وارزولې؛ د هرات برخې د چارو پر چټکتیا ټینګار وشو

د ترکمن‌نفت دولتي شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو اووه میاشتو کې د ترکمنستان د تېلو او ګازو سکټور فعالیتونه وارزول شول. د ترکمن‌نفت، ترکمن‌ګاز، ترکمن‌جیولوجي، ټاپي شرکت او اړوند ادارو مسوولانو خپل راپورونه هم وړاندې کړل.

Published

on

ترکمنستان د تېلو او ګازو سکټور په ځانګړي غونډه کې د ټاپي ګاز نل‌لیکې پروژې د پرمختګ بهیر ارزولی او د نړیوالو معیارونو له مخې یې د سرحدآباد ـ هرات برخې د جوړولو د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی دی.

د ترکمن‌نفت دولتي شرکت د خبرپاڼې له مخې، په دې غونډه کې د ۲۰۲۶ز.کال په لومړیو اووه میاشتو کې د ترکمنستان د تېلو او ګازو سکټور فعالیتونه وارزول شول. د ترکمن‌نفت، ترکمن‌ګاز، ترکمن‌جیولوجي، ټاپي شرکت او اړوند ادارو مسوولانو خپل راپورونه هم وړاندې کړل.

په غونډه کې د سرحدآباد ـ هرات د ټاپي نل‌لیکې د اصلي برخې د جوړولو پرمختګ ته ځانګړې پاملرنه وشوه او چارواکو ټینګار کړی، چې د پروژې چارې باید د نړیوالو معیارونو له مخې چټکۍ شي.

ګډونوالو د ځمک‌پېژندنې د سروې د پراخولو، د نویو څاګانو د کېندلو، د تېلو او طبیعي ګازو د تولید د زیاتوالي او د استخراج شویو سرچینو د کیفیت د ښه‌والي په اړه هم خبرې وکړې.

ټاپي شاوخوا ۱۸۰۰کیلومټره اوږده د طبیعي ګازو نل‌لیکه ده، چې ټاکل شوې هر کال ۳۳میلیارډ مټر مکعب ګاز د ترکمنستان د ګالکینیش له ګاز ډګره افغانستان، پاکستان او هند ته ولېږدوي.

عشق‌آباد دا پروژه د ګازو د صادراتو د پراخولو او د سیمه‌ییزو اقتصادي همکاریو د پیاوړتیا له مهمو لارو څخه بولي.

ګالکینیش د ټاپي پروژې د ګازو اصلي سرچینه ده او د نړۍ له سترو طبیعي ګاز ډګرونو څخه ګڼل کېږي. اټکل کېږي، چې له ۲۷ټریلیون مټر مکعبو ډېرې د ګازو زېرمې ولري.

د روان کال په اپریل میاشت کې ترکمن‌ګاز او د چین د تېلو ملي شرکت د دې ډګر د پراختیا څلورم پړاو هم پیل کړی، چې تمه ده هر کال به د ۱۰میلیارډ مټر مکعبو پر کچه د سوداګریز ګاز د تولید وړتیا زیاته کړي.

ویل کیږي، چې د هاروارډ پوهنتون اړوند د بلفر علمي څېړنو او نړیوالو چارو مرکز په یوه شننه کې ویلي؛ ټاپي یو ځل بیا د سیمه‌ییزې انرژۍ د همکارۍ له مهمو پروژو څخه ګرځېدلې او کولی شي د ترکمنستان د ګازو سرچینې د سویلي آسیا له بازارونو سره ونښلوي.

Trending

Exit mobile version