تازه خبرونه
ترکیه به له افغانستان سره د پرمختیايي مرستو لپاره د نورو هېوادونو د قانع کولو هڅې وکړي
په کابل کې د ترکیې سفیر د دوشنبې پر ورځ (د وږي ۲۰ ) د کورنیو چارو وزارت له چارسمبالي سراج الدین حقاني سره وکتل او ویې ویل، چې استانبول به په نږدې راتلونکي کې د افغانستان په اړه د مرسته کوونکیو هېوادونو د غونډې کوربه وي.
د کورنیو چارو وزارت د یوې خبرپاڼې له خپرولو سره څرګنده کړې، چې د ترکیې سفیر د افغانستان روان وضعیت د ډاډ وړ وباله او د دغه هېواد د سفارت او قونسلګرۍ د ښه امنیت د تامین له کبله یې له اسلامي امارت مننه وکړه او دا ډاډ یې هم وړاندې کړ، چې خپلې همکارۍ به روانې ساتي.
جهاد ارګینای ویلي: د افغانستان په اړه د مرسته کوونکیو هېوادونو غونډه به په نږدې راتلونکې کې د استانبول پر کوربهتوب جوړه شی. مونږ هڅه کوو، چې ګډون کوونکي هېوادونه خپلې بشري مرستې پر پرمختیايي مرستو بدلې کړي.
ارګینای زیاته کړې: مونږ هڅه کوو، چې د افغانستان او نړیوالې ټولنې تر منځ تعامل پراخه کړو.
د کورنیو چارو وزارت چارسمبالي په افغانستان کې د جهاد ارګینای له ماموریته خوښي وښودله او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د اړیکو په ټینګښت او پراختیا کې د هغه له خدمتونو قدردانی وکړه.
د مخه ښۍ په دې کتنه کې سراج الدین حقاني هیله څرګنده کړه، چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې او وده وکړي.